Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شخړو د کموالي لپاره سیاسي هڅې

د کندهار پر سپین بولدک ولسوالۍ د پاکستاني ځواکونو له لوري له توغندويي بریدونو یوه ورځ وروسته، د هېواد بهرنیو چارو وزارت ویلي د یادې پېښې د څېړنې په اړه د پاکستان له بهرنیو چارو وزارت او په کابل کې د دغه هېواد له سفارت سره خبرې پیل شوي او همداراز د دواړو لورو کمیساران په دې اړه سره په اړیکه کې شوي دي.

ورته مهال اسلام اباد د کندهار په سپين بولدک کې د شخړو د سوله ییز حل غوښتونکي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په دې اړه وویل:«هغه څه چې په چمن کې پېښ شول؛ باید نه وای ترسره شوی وی. موږ دغه مساله له افغانستان سره څارو. خپل سفیر ته مې ویلي چې دغه مساله وڅاري. له حنیف اتمره مننه کوم چې پر دې مسالې پوه شوی دی. هیله لرم چې دغه مسله په ښه توګه حل شي.»

افغان حکومت وايي، پر سپین بولدک ولسوالۍ د پاکستان په بریدونو کې ۱۵ ولسي وګړي وژل او څه باندې ۸۰ نور ټپيان شوي دي.

د کابل اوسېدونکی شکېب په دې اړه وايي:«افغانستان یو بې سره دېګ دی، یو زړه سواندی نه لري چې په افغانستان زړه وسوځوي.»

د کابل بل اوسېدونکی افسرالله هم وویل:«پر لوړپوړو چارواکو غږ کوو چې نور د هغوی په وړاندې (پاکستان) شاته پاتې نه شي.»

ځینې هېوادوال نیوکه کوي چې ولسمشر غني د اختر په لومړۍ ورځ سره له دې چې پاکستاني ځواکونو د افغانستان پر خاورې برید کړی وو؛ هغه پرته له دې چې د دغې پېښې او د ځمکنۍ بشپړتیا په اړه وضاحت ورکړي؛ یوازې دغه برید یې وغنده.

ولسمشر اشرف غني د پاکستان د برید په غبرګون کې ویلي:«دا پېښې په کلکو ټکو غندم د شهیدانو کورنیو ته تسلیت وایم، د شهیدان لپاره جنت غواړم او ټپيانو ته د رسېدنې په پار مسوولو بنسټونو ته مې سپارښتنې کړې دي.»

حقوق پوه او د پوهنتون استاد آرش شهیر پور هم وايي:«د حکومت یوه دنده د افغانستان له ځمکنۍ بشپړتیا دفاع ده، خو عملاً لیدل شوي چې افغان حکومت په دې اړه بې مهره دی.»

له دې سره سم، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت افغان ځواکونه د ډیورنډ فرضي کرښې په هاخوا کې د ولسي وګړو او پاکستاني ځواکونو پر وړاندې پر برید کولو تورن کړي؛ خو بیا هم هیله څرګندوي چې، دغه ستونزه له ډیپلوماټیکو لارو او په سوله ییزه توګه حل شي.

دا په داسې حال کې ده چې مشعل راډیو په چمن سیمه کې د پاکستان د سیمه ییزو مسوولینو له خولې ویلي چې، د چمن د خلکو له اعتراض وروسته پاکستاني ځواکونو همداراز پر یادو معترضینو هم ډزې کړې دي.

د افغانستان پر خاورې د پاکستاني ځواکونو توغندیز بریدونه څه تازه بریدونه نه دي؛ په دې وروستیو کلونو کې پاکستاني ځواکونو په زرګونه توغندي د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د افغانستان پر یو شمېر ولایتونو راتوغولي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه