Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د بشري حقونو کمېسیون دوو کارکوونکو وژل کېدو په تړاو غبرګونونه

په کابل کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون پر کارکوونکو برید چې دوه تنه په کې ووژل شول، په کو د ننه او بهر پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

له ډلې یې د افغان سولې بهیر لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد دا برید غندلی او هغه یې "ضد انساني" بللی دی.

هغه زیاته کړې ده:«هغه کسان چې د سولې مخالف دي او اور بلول پيلوي او هیله لري چې ژر پراخ شي. موږ له افغانانو د دایمي او با وقاره سولې او د یوه افغانستانه چې په کې د ټولو حقونو ته درناوی وشي، ملاتړ کوو.»

چاودنه کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون دوه کارکوونکي فاطمه خلیل او جاوېد فولاد ژوند له لاسه ورکړ.

فاطمه خلیل د بشري حقونو د خپلواک کمېیون د تمویلونکو د همغږۍ څانګې مسووله وه. هغه ۲۴ کلنه وه او له بهره هېواد ته راغلې وه. پېښه شنبه سهار (شنبې د چنګاښ په ۷مه) د کابل په ختیځ سیمه کې وشوه.

ولسمشرۍ ماڼۍ هم د برید په غندلو سره هغه "‎ضدبشري جنایت" بللی او ولسمشر غني یې د څېړلو لپاره فرمان صادر کړی دی.

د مصالحې عالي شورا رییس، عبدالله عبدالله هم د برید غندلو سره له چارواکو غوښتنه کړې چې د دغه ډول وبریدونو مخنیوی وکړي.

یوناما هم د بشري حقونو پر مدافعانو برید نه توجه کوونکی بللی، او آسیا بشري حقونو څار بنسټ مدیرې، پاتریشیا ګوسمن هم پر همدې خبرې ټینګار کړی او برید یې بوګنونکی بللی دی.

ترڅنګ یې کابل کې د هالنډ سفیر، ارنسټ نورمن هم د سولې د دښمنانو کار بللی دی او افغانستان  کې د ناټو ملکي استازي هم برید غندلی دی.

افغانستان کې د امریکا شارژدا فیر هم ویلي چې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون پر کار کوونکو برید د منلو نه دی:«موږ له هغو کسانو چې افغانستان پرې ګران دی، غوښتنه کوو چې دا ډول بریدونه مات کړي، د دغو ډول بریدونو په تړاو د پېښو عاملینو معافیت پایته ورسیوي او د سولې لپاره کار وکړي.»

د بخښنې نړیوال بنسټ هم د پېښې پر ژر څېړنو ټینګار کړی دی.

افغانستان کې د هند سفیر، ویني کوما څرګندوي چې د دغو ډول هدفي وژنو بهرنو بهرني عاملان او ملاتړي باید محکوم شي.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي، محمدصادق بیا وايي چې دغه ډول بریدونه د سولې بهیر ناکامۍ په موخه ترسره کیږي او هېواد کې د اروپايي ټولنې ماموریت یې د ‎"د ډموکراسۍ ارزښتونو خلاف" بولي.

کابل کې د بریټانیا او ترکیې سفارتونو هم برید غندلی او په وار سره یې د دغه ډول بریدونو درولو او عدالت ته عاملانو پر راکاږلو ټینګار کړی.

طالبانو برید کې لاس لرل رد کړي، خو تر اوسه یې چا مسوولیت نه دی منلی.

ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي دي چې ولسمشر غني د پېښې څېړلو په موخه فرمان صادر کړی دی

شریک یي کړئ