Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د بهرنیو ځواکونو وتلو سره هم مهاله ځينو برخو کې د اوربند احتمال

د سولې له خبرو اترو، خبرې سرچینې وايي چې د نهم پړاو خبرو اترو په لړ کې امریکا او طالبانو له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره هم‎مهاله د امنو‎ځایونو د رامنځته کولو په اړه سره ځينو پرمختګونو ته رسېدلي.

دغه سرچینې ټینګار کوي چې د دغې کړنلارې له مخکې به‎، کله چې له یوه ولایت څخه امریکايي سرتېري په بشپړه توګه بهر شي، په هغه ولایت کې به اوربند تامین شي، او له افغانستانه په بشپړه توګه د امریکايي سرتېرو له وتلو وروسته، په ټول افغانستان کې به اوربند تامین شي.

قطر کې د طالبانو دفتر ویاند په خپل ټویټرپاڼه لیکلي، تېره شپه یې تر دوه نیمو بجو له امریکايي پلاوي سره خبرې کړي او د دوشنبې سهار دې ډلې خپلمنځي غونډه کړې او له غرمې وروسته یې امریکايي پلاوي سره خبرو ته دوام ورکړی دی.

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند په دې اړه وايي:«پر یوه میکانزم کار کوي کله چې د افغانستان له یوه ولایته امریکايي ځواکونه بهر شي، په هغه ولایت کې تاوتریخوالی کمېږي، څو دغه امریکايي ځواکونه صفر ته ورسېږي له هغه وروسته به اوربند رامنځته شي، او په همدې ډول په ټول افغانستان کې به دا پروسه په مخ ولاړه شي څو اوربند ته ورسېږي.»

بل لورته بیا د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد په خپل ټویټرپاڼه رویټرز خبري اژانس سره د یو شمېر طالب قوماندانو د خبرو پر بنسټ جوړ شوی رپوټ رد کړی چې ګواکې له طالبانو سره تر هوکړې وروسته، امریکا به له افغان ځواکونو سره خپلې مرستې بندې کړي.

هغه لیکلي:«هېڅوک باید په تبلیغاتو او دوکې ونه وېرول شي، اجازه را کړئ چې روښانه یې کړم، موږ به اوس او له طالبانو سره له هر ډول هوکړې وروسته، له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ وکړو. ټول اړخونه هوکړه کوي چې د افغانستان راتلوونکی به د افغانانو ترمنځ په مذاکراتو کې مشخص شي.

بلخوا د حکومت اجراییه رییس او ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند عبدالله عبدلله له طالبانو غواړي چې د افغانانو ترمنځ خبرو اترو ته حاضر شي.

اجراییه ريیس عبدالله عبدالله وايي:«د دواړو لورو ترمنځ د سولې مذاکرې لا پیل شوې نه دي، خو د دواړو لورو ترمنځ هڅې روانې دي او د دې وخت دی چې مقابل لوري د افغانستان خلکو پر غوښتنو قناعت وکړي.»

یو امریکایي سناتور لېنډسي ګراهام بیا له ولسمشر ټرمپ غواړي چې افغانستان کې د امریکايي عسکرو شمېر له اته زره او شپږ سوه تنو را کم نه کړي.

امریکايي سناتور لېنډسي ګراهام څرګندوي:«ښاغلی ولسمشره ! که تاسې له طالبانو سره یوې هوکړې ته له رسېدو وروسته، له ځانه یو قوت پرې نه ږدئ، ښايي تاسې شک و نه لرئ، مګر زه شک لرم چې دوی یعنې طالبان د امریکا د امنیت ساتنې اراده ولري. که تاسې له اته زره او شپږ سوه تنو زیات سرتېرې را کم کړئ، دا به خطرناک وي.»

بل لورته بیا یو شمېر خبریالان چې د سولې خبرو د پوښښ لپاره دوحې ته تللي، دې خبرو کې له پرمختګ یادونه کوي.

خبریال سمیع یوسف‌زی په دې اړه څرګنده کړه:«دواړه لوري په دې اړه هم بحث کوي، هغه پلاوی چې ټاکل شوی دی د افغان حکومت له لوري له طالبانو سره خبرې وکړي یو داسې پلاوی وي چې یوازې له حکومته استازیتوب ونه کړي، بلکې سیاسي ګوندونه هم ځان کې راونغاړي.»

قطر کې د سولې خبرو باخبره سرچینې وايي، دواړو لوریو همدا ډول وروستیو کې د افغان مرکچي پلاوي په جوړښت هم خبري کړي دي. که څه هم د دې پلاوي له جوړېدو یوه میاشت تېرېږي، خو تر اوسه افغان حکومت د دې پلاوي د ترکیب په اړه جزییات ډاګیزه کړي نه دي.

دغه سرچینې ټینګار کوي چې د دغې کړنلارې له مخکې به‎، کله چې له یوه ولایت څخه امریکايي سرتېري په بشپړه توګه بهر شي، په هغه ولایت کې به اوربند تامین شي.

شریک یي کړئ