Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هېواد لوېدیځ کې د ملکیانو مرګ ژوبلې په هکله اندېښنه

د هېواد لوېدیځه حوزه کې خلک او د ولایتي شورا غړي په هوايي بریدونو کې د ملکي کسانو د مرګ ژوبلې په تړاو اندېښنه څرګندوي او وايي دغو بریدونو کې ښځو او ماشومانو ته مرګ ژوبله اوړي.

د بادغیس ولایتي شورا غړي او اوسېدونکي وايي د وروستیو دوو اونیو په کمه موده کې د دغه ولایت په بالامرغاب او مقر ولسوالیو کې درې هوايي بریدونه شوي چې په ترڅ کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۴ملکي کسان وژل شوي دي.

د ولایتي شورا رییس، عبدالعزیز بیک په دې اړه وايي:«ملکي مرګ ژوبله، خو دا اندېښې ټولو ته متوجې دي، امنیتي ځواکونه او ان مرکزي حکومت. تل په دې اړه تاکید شوی دی چې ملکي کسانو مرګ ژوبلې ته جدي پام وشي.»

مدني فعال، ناصر عمرزی زیاتوي:«دا چې امنیتي ځواکونه خپل منځ کې همغږي نلري، تر ډېره په دوی پورې اړي. ولې دا کارونه کوي؟ ولې د یوه طالب دپاره لسګونه ملکي کسان معصوم ماشومان شهیدان کوي؟ زموږ لپاره د اندېښنې وړ دی.»

دوی وايي وروستۍ پېښه کې شنبې(د سلواغې په ۲۶مه نېټه) په فراه ولایت کې پنځه تنه د ګمرک کار کوونکي او یوه سوداګر ژوند له لاسه ورکړی دی.

د فراه ولایتي شورا غړی، خیرمحمدنورزی په دې اړه وايي:«ځیني وخت داسې عملیات ترسره کیږي چې خلک نه په دولت کې دي او نه په طالبانو کې، په شهادت رسیږي. موږ په وار وار غوښتنه کړې ده چې دا عملیات که د طالبانو لخوا وي او که د طالبانو لخوا، ودرول شي.»

هرات کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم د ملکي کسانو مرګ ژوبله د اندېښنې وړ بولي.

هرات کې د بشري حقونو کمېسیون کې د امنیتي بنسټونو د کړنو نظارت څانګې مسوول، عبدالوحید اسلمي څرګندوي:«موږ له چارواکو غواړو چې د بریدونو څرنګوالی وڅېړي او عاملین یې وپېژني، څو عدالت په سمه توګه تامین شي.»

خو د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال، فواد امان وايي د هوايي بریدونو پرمهال له پوره دقته کار اخیستل کيږي.

هغه زیاتوي:«افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه له وروستي دقت کار اخلي چې د عملیاتو پرمهال ملکی کسانو ته زیان ونه رسیږي. د ملکي کسانو ځان او مال ساتنه د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لومړیتوب کې دی.»

یوه میاشت وروسته له هغې چې د هرات په شینډنډ ولسوالۍ کې د طالبانو د بېلې شوې ډلې قومندان، ملا ننګیالي پر پټنځای برید وشو او ملکي کسانو ته په کې مرګ ژوبله واوښته، خو امنیتي چارواکو تر اوسه پورې په دې اړه جزيیات نه دي ورکړي.

هرات کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ملکي کسانو ته د مرګ ژوبلې اوښتل د اندېښې وړ بولي

شریک یي کړئ