Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هېواد په سترو پرېکړو کې د ښځو ونډې ته پر نه پاملرنې نیوکې

یو شمېر مېرمنې وايي چې د افغانستان ناوړه او بد وضعیت په هېواد کې د ښځو پر فعالیتونو سیوری غوړولی دی.

دغو مېرمنو «ښځه او ډیموکراسي» تر نامه لاندې پروګرام کې چې نن «جمعه د لړم په ۵ مه» د افغانستان د خلکو د محور سیاسي جریان له خوا جوړ شوی وه، د هېواد په سترو پرېکړو کې د ښځو پر ونډې ټینګار وکړ.

د دغو مېرمنو پر باور ښځې تراوسه هم د تاوتریخوالي او جنسیتي تبعیض قرباني دي او له یوې سړي واکه ټولنې سره مخ دي.

د افغانستان د محور سیاسي جریان غړې حمیده عثماني وايي:«موږ باید په سیاسي ځواک کې د ښځو په ټیټې سلنې بسنه ونه کړو، او هغوی چې ښځې د دویم جنس په توګه پېژني باید پوه شي چې سیاستواله ښځه نن د نوي سیاست بنسټ اېښودونکې ده.»

په دغه پروګرام کې د کړکېچ او ناامنۍ پر زیاتوالي اندېښنه ښوول شوي دي. په همدې غونډه کې د رڼو ټاکنو د ترسراوي غوښتنه هم کېږي.

د افغانستان د خلکو محور سیاسي جریان غړی اسدالله داوودزی وویل:«د ټاکنو کمېسیون روڼتیا او وړتیا تر پوښتنې لاندې ده او همدارنګه د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون هم. له درې کلونو وروسته کابینه تراوسه بشپړه شوې نه ده، چې دا د اساسي قانون پر خلاف دی.»

په ورته وخت کې په ناروې کې د سولې په اړه یوه څېړونکي بنسټ موندلي، چې افغانستان او سوریه د نړۍ په کچه د ښځو لپاره بد هېوادوادنه دي او ایسلنډ او ناروې د ښځو لپاره تر ټولو غوره هېوادونه دي.

د افغانستان د خلکو محور، د ښځې او ډیموکراسي په نامه پروګرام کې، افغانستان کې د ښځو سیاسي او ټولنیز وضعیت باندې اندېښنه وښووله.

شریک یي کړئ