د کورنیو چارو وزارت ویاند، نجیب دانش کندهار کې د ټاکنیز بهیر د امنیت د تامین ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې تر اوسه په دې ولایت کې کومه امنیتي پېښه نه ده رامنځته شوې.
ښاغلي دانش نن(شنبې د لړم په ۵مه نېټه) کابل کې د خبري ناستې پر مهال خبرې کولې وویل چې تر اوسه په کندهار کې امنیتي پېښې او د دښمن تحرکات صفر دي.
ده همداراز څرګنده کړه چې په کندهار کې د ټاکنو امنیت تامین لپاره کابو ۶۰۰ افغان ځواکونه ګمارل شوي دي چې له ډلې یې ۲۶۰ تنه ښځې دي.
ښاغلي دانش همداراز زیاته کړه چې اوس مهال د کندهار له ولسوالیو مرکز او د دې ولایت له مرکز نه له کابل سره همغږي شته.
دا په داسې حال کې ده چې په کندهار ولایت کې له یوې اوونۍ ځنډ سره نن(شنبې د لړم په ۵مه نېټه) د ولسي جرګې ټاکنې پیل شوې.
همداراز تېره اوونۍ د تلې په ۲۸مه نېټه ټول هېواد کې ټاکنې ترسره شوې، او په کندهار کې د دې ولایت د امنیه قومندان، جنرال عبدالرازق د وژنې له کبله، ټاکنې یوه اوونۍ وځنډېدې.
له کندهار نه د ولسې جرګې ټاکنو ته ۱۱۱ نوماندان سیالۍ ته ولاړ چې له دغې ډلې به ۱۱ نوماندان ولسې جرګې ته لاره پیدا کړي.
په خبرې ناسته کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ویاند مرستیال، عبدالعزیز ابراهیمي وویل چې په کندهار لایت کې ۱۷۳ د رایې ورکړې مرکزونه، ۱۱۱۳ محلونه پرانیستي دي.
ده زیاته کړه چې کابو ۵ لکه او ۵۷ زره کسان به خپله رایه وکاروي. د ښاغلي ابراهیمي په وینا په کندهار ولایت کې د نن ورځې له ټاکنو کابو ۴۵۰۰ څارونکي څارنه کوي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ویاند مرستیال، عبدالعزیز ابراهیمي همداراز د غزني ټاکنو په اړه وویل چې د دې ولایت ټاکنې به د ولسمشرۍ ټاکنو سره یوځای د راتلونکي کال په پسرلي کې ترسره شي.
له دې سره سره د کندهار د امنیتي چارواکو په وینا، د دې ولایت په نيش او معروف ولسوالۍ کې ټاکنې د امنیتي ګواښونو له کبله نه ترسره کېږي.
دوی وايي د یادو ولسوالیو مرکزونو کې امنیتي ستونزې نشته، خو په لاره کې د ماینونو اېښودو له کبله دا ټاکنې له خنډ سره مخامخ شوې.