د امریکايي نیوریاک ټایمز ورځپاڼې دراپور له مخې، د دغه هېواد ولسمشر، ډونالډ ټرمپ له طالبانو سره د سولې هوکړه په مشروط ډول تایید کړې ده.
د دغه راپور له مخې، د پام وړ تاوتریخوالیو کمښت په تړاو د طالبانو ژمنتیا به، افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو د وتو لامل شي.
راپورونه وايي، هوکړه به هغه مهال لاسلیک شي چې طالبان د پام وړ تاوتریخوالي کمښت ته خپله ژمنتیا ښکاره کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشر ویاند، صدیق صدیقي سېشنبې) وویل چې ولسمشر غني د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سره ټلفوني خبرې کړې دي.
له بلې خوا ولسمشر غني د یوه ټویټ په ترڅ کې وویل چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مایک پومپئو د ټلفوني اړیکې په ترڅ کې له طالبانو سره د سولې خبرو او په دوامداره توګه د تاوتریخوالیو کمښت په تړاو د طالبانو وړاندیز کې د پام وړ پرمختګ خبر ورکړی.
په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مایک پومپئو له اجراییه رییس، عبدالله عبدالله سره هم ټلفوني خبرې کړې دي او د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو پرمختګ او هېواد کې د تاوتریخوالیو په تړاو خبر ورکړی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د ټلفوني اړیکې په ترڅ کې ویلي چې دوه اړخیزې هوکړې لاسلیک، بین الافغاني خبرو او افغانستان کې دایمي سولې ته به زمینه برابره شي.
اجراییه رییس د خپلو خبرو په دوام زیاته کړي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو کې د تاوتریخوالیو کمښت له پرېکړې ملاتړ کړی دی او اوس له دې پړاوه هم ملاتړ کوي.