Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

زابل کې چاودنې د برېښنا شرکت پنځه کارکوونکي ووژل

زابل کې د سړک غاړې ماین چاودنې له کبله د برېښنا شرکت پنځه کارکوونکي ووژل شول او یو ټپي شوی دی.

د زابل د والی ویاند، ګل اسلام سیال وايي پېښه نن(پنج شنبې د مرغومې په ۲۶مه نېټه) د زابل ولایت د شهری صفا ولسوالی اړوند د اخوند صاحب د زیارت په سیمه کي د بریښنا شرکت د کار کوونکو پر یو ټونس موټر شوې ده.

 د سړک غاړي ماین چاودنه شوې او د یاد شرکت پنځه کارکوونکي وژل شوي دي.

برېښنا شرکت هم پېښه تایید کړې ده.

تر اوسه نه ده څرګنده چې ماین د چا لخوا ځای پر ځای شوی وو.

طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د برېښنا شرکت چاودنه تایید کړې ده او وايي کارکوونکي یې هغه مهال له ماین سره برابر شوي دي چې شهرصفا ته د برېښنا مزي جوړلو په موخه روان وو

شریک یي کړئ