بغلان ولایت کې یوه امنیتي سرچینه نن(پنجشنبې د غبرګولي په ۲۹مه نېټه) وايي چې له طالبانو سره نښته کې تېره شپه اوو امنیتي سرتېرو ژوند بایللی دی.
د سرچینې په خبره نښته کې پنځه افغان سرتېري ټپیان شوي دي.
دغه سرچینه زیاتوي چې پېښه د پلخمري کوتل کې په داسې حال کې شوې چې یوې دلې طالبانو د افغان ځواکونو پر پوستې برید وکړ.شوې ده او پنځه سرتېري ټپیان دي.
ویل کېږي چې نښته کې طالبانو هم مرګ ژوبله اوښتې ده خو کره شمېر یې نه دی مالوم.
تر اوسه سیمه ییزو چارواکو او طالبانو په دې تړاو څه نه دي ویلي.