Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

له کورونا سره مبارزه کې د فساد شتون د څېړنې په تړاو د ولسمشر حکم

ولسمشر غني نن (دوشنبې د چنګاښ په ۹مه) د کابینې په غونده کې د ولسمشرۍ ماڼۍ د څار ادارې ته دنده ورکړې چې له کورونا سره د مبارزې په چاره کې د فساد تورونه د حکومت په بودیجه کې وڅېړي او رپوټ یې له خلکو سره شریک کړي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په دې اړه څرګندوي:«په کابینه کې پرېکړه وشوه چې د ولسمشرۍ ماڼۍ د څار اداره ټول شکایتونه او دعاګانې او تورونه چې د کورونا په سرچینو کې د فساد شتون په اړه دي په هر اړخیزه توګه وڅېړي او د افغانستان خلک د هغو لګښتونو له څرنګوالي خبر کړي چې حکومت د کورونا لپاره بېلابېلو ولایتونو ته ځانګړي کړې دي.»

بلخوا د کورونا ویروس پر وړاندې د حکومت د مبارزې څرنګوالی دلته د ولسي جرګې د غړو په منځ کې هم ډېرې پوښتنې راولاړې کړې دي.

د دغې جرګې ځینې غړي وايي، په دې برخه کې د نړیوالو مرستو ډېری برخه د حکومتي مسوولینو له لوري حیف و میل شوي دي.

د ولسي جرګې غړی شاپور حسین زوی وايي:«د عامې روغتیا وزارت کې زښت زیات فساد روان دی او مرسته شوې پیسې د مسوولانو په منځ کې وېشل کېږي.»

د ولسي جرګې غړې نیلوفر جلالي کوفي هم زیاتوي:«د عامې روغتیا وزارت مشرتابه له اقتصادي مافیا سره په همغږۍ د خلکو له ژوند او روغتیا سره د خپل ګټې غوښتنې لوبه کوي.»
     
ځينې هېوادوال هم د کووېډ۱۹ ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د نړیوالو د مېلیونونه ډالرو د مرستو د لګښت څرنګوالی ناروښانه بولي او وايي چې، اوس هم د هېواد په روغتونونو کې ناروغان له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

د ولسي جرګې ځینې غړي وايي، په دې برخه کې د نړیوالو مرستو ډېری برخه د حکومتي مسوولینو له لوري حیف و میل شوي دي.

شریک یي کړئ