Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ملاهبت الله په اختریز پيغام کې له امریکې غوښتي چې صادقه دې وي

د طالبانو مشر ملا هبت‎الله اخندزاده په هغه پیغام کې چې د کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت یې خپور کړی، یو ځل بیا یې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو ټینګار کړی او ویلي چې طالبان خبرو اترو ته چمتو دي، خو په دې شرط چې امریکا دې صادقه وي.

هبت‎الله اخندزاده ویلي چې امریکا د سولې خبرو اترو د پرمخ بیولو لپاره باید «د اسلامي امارت معقول پروګرام» ومني.

امریکايي استازو او طالبانو تراوسه شپږ ځله له یو بل سره لیدلي دي چې د هغوی درې لیدنې په دوحه کې شوې دي. خو تراوسه دغه دواړوه لوري وروستۍ هوکړې ته نه دي رسېدلي.

بلخوا طالبانو بیا د حکومت له استازو سره هېڅ رسمي لیدنه نه ده لرلې. ملاهبت‎الله ویلي چې افغان حکومت د سولې بهیر د خرابېدو په هڅه کې دی. د هغه اشاره مسکو کې د طالبانو او افغان سیاستوالو غونډو ته ده.

د حکومت پر خلاف افغان سیاستوالو یو ځل بیا له طالب استازو سره په مسکو کې ولیدل. د هغوی وروستۍ لیدنه تېره اوونۍ وه چې دواړو لورو د دوه ورځو لپاره سره خبرې وکړې.

هبت الله وايي چې هغوی د سیمه‎ییزو هېوادونو ترمنځ یوه اجماع رامنځته کړې او د مسکو غونډه چې د هغه په وینا دولسو هېوادونو ګډون کړی وو، د دغې اجماع ښه بېلګه ده.

افغان سیاستوال تمه لرله چې طالبان به د مسکو په غونډه کې، د هغوی وړاندیز چې د اختر په ورځو کې اوربند دی ومني خو رد شوه. اوس طالب مشرانو هم ویلي تر هغې چې خپلې موخې ته نه وي رسېدلي، د جګړې ډګر به تود وساتي.  

له دې ټولو سره، د طالبانو مشر ټینګار کړی چې هغوی د واک د انحصار غوښتونکي نه دي او غواړي ټول افغان وګړي په نظام کې ونډه ولري.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ، د مسکو غونډې یوې ګډون کوونکې فوزیه کوفي ویلي و، فکر نه کوم چې طالبان دې په واک کې شریک شي بلکې د اسلامي امارت د جوړېدو خوب ویني. 

شریک یي کړئ