د هند او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې دوهم ګډ نړیوال نندارتون د دې هېواد ممبی ښار کې نن(چهارشنبې د وږي۲۱مه) پرانیستل شول.
د هېواد اجرائیه رئیس، عبدالله عبدالله د دې نندارتون په پرانیستغونډه کې د نندارتون پرانیستنه د هند او افغانستان لپاره لویه بریا وبلله او هغه یې د هند، افغانستان او نورې نړۍ د سوداګریزو اړیکو پراختیا کې مهم بولي.
ده زیاته کړه چې تېر کال د هوساینې پر لور نندارتون کې د راکړې ورکړې اندازه ۲۴۰ میلیونو ډالرو ته ورسېده.
ښاغلي عبدالله همداراز زیاته کړه چې د ملي یووالي حکومت یو شمېر مهم اصلاحات رامنځته کړي تر څو هېواد کې د پانګونې زمینه برابره شي.
اجرائیه رئیس څرګنده کړې ده چې افغانستان د هند په ګډون له ډېرو هېوادونو سره د ځمکې او هوا له لارې راکړه ورکړه لري او توکي په فغانستان کې خلک خوښوي.
هغه څرګنده کړه:«موږ له سیمې هېوادونو سره د اړیکو پراختیا لیوالتیا لرو او هڅه کوو چې له سیمې څخه پراخې اړیکې ولرو.»
په همدې حال کې نندارتون کې افغانستان کې د امریکا سفیر د هېواد ښې راتلونکې لپاره پر ګډو هڅو ټینګار وکړ.
دا نندارتون د څلورو ورځو لپاره دی چې په کې افغان سوداګرو لاسي جوړ شوي توکي، کرنیز توکي او ګرانبیه ډبرې نندارې ته وړاندې کړې دي.