Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هند له هوايي دهلېزه د صادراتو د بیا پیل لپاره د هوکړه لیک لاسلیک کېدل

د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکي وايي چې د هوایي دهلېز له لارې یې د سوداګریزو توکو د لېږد په تړاو له هند سره هوکړه لیک لاسلیک کړی دی.

د دغه وزارت ویاند آخندزاده عبدالسلام جواد وایي، چې د دغه هوکړه لیک په عملي کېدو سره به هند ته د هېواد صادرات زیات شي.

نوموړي څرګنده کړه:«په دې وروستیو کې له هند هېواد سره نوې هوکړه لاسلیک شوې چې موږ د هوايي دهلېز له لارې کولای شو له هند سره خپلې سوداګرۍ ته دوام ورکړو، ان شاالله، له هند سره زموږ سوداګري به له بېلابېلو لارې دوام ولري.»

بل خوا د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، چې د هوایي دهلېز له لارې به هند ته تر ډېره د افغانستان هنجې، زعفران او وچه مېوه صادره کړای شي او افغانستان به له دې پلوه مناسب عاید ولري.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست محمد یونس مومند وايي:«موږ اړتیا لرو چې ځينې توکي د هوايي دهلېز له لارې ولېږدوو خو اوس جلغوزې د هوا له لارې هند او دوبۍ ته لېږدوو.»

اخوا یو شمېر سوداګر د هند بازار د کورنیو محصولاتو د پلور لپاره مهم بولي.
 
سوداګر محبوب الله محمدي په دې هکله وویل:«په تېرو کلونو کې د هند بازارونه موږ ته ثابت شوي دي چې د افغانستان د توکو لپاره ستر او تقاضا لرونکي دي په ځانګړې توګه د افغانستان وچې مېوو لپاره.»

د سوداګرۍ او صنعت وزارت د شمېرو پر بنسټ، د ۱۴۰۱ لمریز کال په لومړنیو شپږو میاشتو کې هند ته د افغانستان د صادراتو کچه ۲۵ سلنه زیاتوالی موندلی دی.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه