د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د نورمحمد په نامه یوه کس د کورنیو تاوتریخوالیو له کبله خپله مېرمن، مور او پلار وژلي دي.
خبرپاڼه کې راغلي دي چې دې سړي تېره شپه(د وري۱۹مه) د جلال آباد ښار پنځمې ناحیې په عبدالحق سیمه کې د خپلې کورنۍ پر دې درېیو غړو ډزې کړې دي.
تورن د پولیسو لخوا نیول شوی دی.
د خبرپاڼې له مخې، نیول شوي کس پر خپل جرم اعتراف کړی او زیاته کړې یې ده چې د خپلې کورنۍ غړي یې پر تومانچه وژلي دي.
په همدې حال کې د ننګرهار والي د اړینې څېړنو سپارښتنه کړې ده.