Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

یوه سړي په کابل کې خپله او د خپل ورور ښځه په ښکاري ټوپک سره وژلي

یوه سړي د کابل ښار په اتمې امنیتي حوزه کې خپله او د خپل ورور مېرمن چې دوه خویندې وې، په ښکاري ټوپک سره وژلي دي.

د دغو ښځو خپلوان وايي چې هغوی یو کال مخکې له دغو دوه وروڼو سره ودونه کړي وو.

 د دغو مېرمنو کورنۍ د دغه وژونکي د نیولو او په سزا رسولو غوښتونکي دي. د دغو خویندو څخه د یوې خور وړه ماشومه هم پاتې ده.

د وژل شوې ښځې د تره زوی عبدالحمید وايي:«وژل شوې په ډېر فجیح او په ډېر خراب وضعیت وژل شوې دي. موږ له دولت او له عدلي او قضايي بنسټونو غواړو چې دغه پېښه په جدي توګه وڅېړي.»

د وژل شویو ښځو له خپلوانو نصیر احمد سادات هم وویل:«له حکومت زموږ غوښتنه دا ده چې دغه پېښه په سمه توګه وڅېړي او که چېرې څوک په بې رحمانه توګه وژل کېږي په خپله قانون او شرعیت حکم کړی دی چې قاتل په کومه سزا ورسېږي.»

د دغو وژنو انګیزه معلومه نه ده، خو کورنیو چارو وزارت وايي چې په دې اړه یې پلټنې پیل کړې دي.
 
د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیاله مروه امیني په دې اړه وايي:«تېره ورځ د کابل ښار په اتمې امنیتي حوزه کې د قلعه مسلم په سیمه کې یوه کس خپل مېرمن او د خپلې مېرمنې خور له سړې وسلې سره په قتل رسوي دي چې دم ګړۍ د پولیسو تر تعقیب لاندې دی او ډېر ژر به ونیول شي.»

هېوادوال وايي چې په وروستیو اوونیو کې کابل کې جنايي جرمونه زیات شوي دي. 

د وژنو انګیزه معلومه نه ده، خو کورنیو چارو وزارت وايي چې په دې اړه یې پلټنې پیل کړې دي.

شریک یي کړئ