Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هرات کې د روږدو مېرمنو منځ کې د کورونا د خپرېدو په هکله اندېښنې

دا دویم ځل دی چې سمیه د هرات ولایت د روږدو کسانو د درملنې مرکز ته راوستل کېږي چې د نشه يي توکو له شره خلاصه شي.

سمیه له دې مخکې هم په دغه مرکز کې د ۴۵ ورځو لپاره ساتل شوې او د نشه يي توکو کارول یې پرېښودل، خو هغې له هغې یوه موده وروسته چې دغه مرکز یې پرېښود، بېره نشه يي توکو ته مخه کړه، خو دا ځل یې له خپلو ماشومانو سره یوځای.

سمیه وايي چې بیاځلې نشه يي توکو ته د مخې کولو لامل د سرپنا نشتون او بې وزلي ده:«له حکومته همدا غواړم کې کله چې موږ د نشه يي توکو د درملنې مرکز ته راولي او زحمت باسي، باید زموږ لپاره یو بل ځای هم تعیین کړي کله چې موږ نشه يي توکي پرېږدو بیا ځلې نشه يي توکو ته مخه نه کړو.»

د هرات ولایت د عامې روغتیا وزارت په دې وروستیو کې د روږدو کسانو په منځ کې د کورونا ویروس د خپرېدو د اندېښنې له امله، په ښار کې د دغو روږدو کسانو په راغونډولو پیل کړی دی.

فاطمه د سمیه او ۱۳ تنو نورو ښځو ترڅنګ په دې وروستیو کې له واټونو د نشه يي توکو د پرېښودو مرکز ته لېږدول شوي دي.

فاطمه وايي ډېری هغه ښځې چې په نشه يي توکو روږدي شوي د بې وزلۍ او کورنیو ستونزو له امله دي:«د نشه يي توکو کارول مې پرېښي و، خو بیا مې وکارول. زه یې له کوره بهر کړم؛ زه یې ووهلم، زه یې نه خوښېدم.»

بله مېرمن اصفه هم د خپل عمر یوه برخه د نشه يي توکو پر کارولو تېره کړې ده:«په کور کې له خاوند څخه مې پټ مواد دود کول. زما دواړه زامن روږدي دي. کله چې خاوند مې خبر شو زه یې له کوره واېستم؛ اوس کور هم نه لرم.»

په هرات کې نشه يي توکو د درملنې ښځینه مرکز د ۸۰ تنو د ساتنې وړتیا لري چې د ښځو ترڅنګ ډېر ماشومان هم چې د کورنیو له خوا یې روږدي شوي دي ساتل کېږي.

د هرات د عامې روغتیا ریاست وايي چې پر واټونو روږدي کسان، د نورو په پرتله تر ډېره د کورونا ویروس له خپرېدو اغېزمن کېږي په همدې دلیل هغوی له واټونو او سړکونو د روږدو کسانو د راټولولو بهیر پیل کړی دی.

د دغه ریاست د چارواکو په وینا، په دغه ولایت کې د ښځینه روږدو شمېر مه په زیاتېدو دی.

د هرات د عامې روغتیا ریاست د نشه يي توکو د تقاضا د برخې مسوول زمری حسین وايي:«هرات ولایت کې د کورونا ویروس د خپرېدو له پيل سره وټاکل شوه چې ۷۰۰ روږدي کسان راټول کړل شي او د نشه يي توکو د پرېښودو مرکزونو کې بستري شي. تراوسه ۷۰ سړي، ۱۵ ښځې له ښاره راټول شوي دي.»

د شمېرو پربنسټ هرات کې څه باندې ۷۰ زره تنه په نشه يي توکو روږدي دي.   

شریک یي کړئ