Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په دولتي بنسټونو کې د توپیري چلند د مخنیوي لپاره مقرره جوړېږي

د عدلیې وزارت وايي چې په دولتي نبسټونو کې د توپیري چلند د مخنیوي لپاره به ډېر ژر یوه مقرره وروستۍ شي.

خو د عدلیې وزارت ویاند ریاضت وايي چې د دغې مقررې مسوده تراوسه تر کار لاندې ده او د هغه له وروستي کېدو سره په دولتي بنسټونو کې د ګمارنې توپیري چلند ته به رسېدنه وشي.

ښاغلي ریاضت په دې اړه وویل:«د افغانستان اسلامي جمهوري په عدلیه وزارت کې د تبعیض د منع په نامه مقرره تر کار لاندې ده، کابو کار یې وروستی شوی. ډېرې د افغانستان اسلامي جمهوري د قوانینو کمېټې ته به ولېږدول شي. دغه مقرره، هغه څه په ځان کې رانغاړي چې په دولتي ادارو کې د ګمارنې او د کار پر چاپېریال کې ټول هغه توپیري چلندونه چې رامنځته کېږي، منعه کوي.»

ملي شورا دا کار ستایلی، لکه څرنګه چې د مشرانو جرګې دویم مرستیال وایي دوه کاله وړاندې ملي شورا د دې مسودې طرحه حکومت ته وړاندیز کړې وه.

د مشرانو جرګې دویم مرستیال اصف صدیقي په دې اړه څرګنده کړه:«تبعیض یوه لېږدونکې ناروغي ده چې په افغانستان کې نن شته. د دې ولې باید وچې کړو، خو له بده مرغه ډېری تبعیض د ځینو کسانو او اشخاصو له خوا، د ځینو سیاستوالو، ځينې کسانو له خوا چې له بهرنیو هېوادونو څخه پروژې اخلي، له خوا لمن وهل کېږي.»

په ولسي جرګه کې هم پر قومي بحثونو او پر قومپالنې نیوکې کېږي.

د ولسي جرګې دویم مرستیال محمد نذیر احمدزي په دې اړه وویل:«د ملت په کور کې باید په ملي موضوعګانو، هغه څه چې د ملت په خیر وي او همدارنګه د پیوستون خبرې وشي.»

د ولسي جرګې بل غړی حیدر خان نعیم هم وايي:«نظر باید ور نه کړو چې هغه د قومونو په منځه کې بېلوالی رامنځته کړي.»

په وروستیو میاشتو کې پر حکومت لږ تر لږه دو ځل د قومپالنې نیوکه شوي. یو ځل د چارو په اداره کې د قومپالنې یوه طرحه ډاګیزه شوه او بل ځل د کورنیو چارو وزارت یو لیک په ډاګه شوه چې په‎کې ویل شوي وو د وسله والو ضد په یوې ټولې کې دې د تاجک قوم پرته د نورو قومونو افسران معرفي شي.

شریک یي کړئ