Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په غورماچ کې له ۲۰ ورځو راهیسې د ملي پوځ ۸۰ سرتېري کلابند دي

په فاریاب کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو د درېیم کنډک د درېیم ټولي قومندان وايي چې له ۲۰ ورځ راهیسې د دغه ولایت په غورماچ ولسوالۍ د چینایانو په کمپ کې د ملي پوځ کابو ۸۰ سرتېري کلابند دي.

د فاریاب په غورماچ ولسوالۍ کې د ملي پوځ د درېیم ټولي قومندان تورن فرید په دې اړه وايي ۱۰ ورځې کېږي چې د هغوی دوه سرتېري ټپيان شوي دي خو په بنسټيزه توګه یې درمنله نه ده شوې.

هغه وايي چې په دغې موده کې هغوی ته مهمات هم نه دي رسېدلي که‎چېرې دغه بهیر دوام پيدا کړي هغوی به د طالبانو له خوا ونیول شي.

خو د هېواد په شمال کې د ملي پوځ د رسنیو د دفتر مسوول نصرت الله جمشیدي وايي چې دغه ټولی له هوايي لارې اکمالېږي. هغه وویل کمانډو ځواکونه سیمې ته استول شوي دي او ډېر ژر به دغه کلابندي ماته شي.

شریک یي کړئ