وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی
افغانستان

"ټول هېواد کې څه باندې څلورنیم مېلیون جریبه دولتي ځمکه ثبت شوې"

د ښار جوړونې او اراضۍ وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه وزارت په یوه وروستي کال کې په ټول هېواد کې څه باندې څلورنیم مېلیونه دولتي ځمکه ثبت کړې ده.

د دغه وزارت په وینا، دغه کار د دولتي ځمکو د بانک پروګرام له لارې د یوه کال په لړ کې ترسره شوی دی چې په هغه کې څلور مېلیونه او ۷۰۰ زره جریبه دولتي ځمکه د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې ثبت او سیسټم شوې ده.

په خپرپاڼه کې همدارنګه راغلي دي چې د دغه شمېر له ډلې، ۳۷۰ زره جریبه ځمکه په ننګرهار او ۲۳۸ زره جریبه ځمکه په نیمروز، ۲۳۵ زره جریبه په کابل، ۲۳۰ زره جریبه په بلخ، ۲۱۷ زره جریبه په پکتیا، ۲۰۰ زره جریبه په کندوز، ۱۹۸ زره جریبه په کندهار، ۱۹۴ زره جریبه په هرات او پاتې نوره په ۲۰ نورو ولایتونو کې سروې او ثبت شوې ده.

د ښار جوړولو او اراضۍ وزارت وايي چې دغه وزارت د دولتي ځمکو او د دولت تر استفادې لاندې عامه ملکیتونو ثبت، د دولتي ځمکو د غصب مخنیوي او د ټولګټو پروژو د تطبیق لپاره له دولتي ځمکو د اغېزناکې او معقولې استفادې لپاره ژمن دی. 

د ښار جوړونې او اراضۍ وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي چې دغه وزارت د ځمکې د غصب مخنیوي ته ژمن دی.

تصویر بندانگشتی

د ښار جوړونې او اراضۍ وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه وزارت په یوه وروستي کال کې په ټول هېواد کې څه باندې څلورنیم مېلیونه دولتي ځمکه ثبت کړې ده.

د دغه وزارت په وینا، دغه کار د دولتي ځمکو د بانک پروګرام له لارې د یوه کال په لړ کې ترسره شوی دی چې په هغه کې څلور مېلیونه او ۷۰۰ زره جریبه دولتي ځمکه د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې ثبت او سیسټم شوې ده.

په خپرپاڼه کې همدارنګه راغلي دي چې د دغه شمېر له ډلې، ۳۷۰ زره جریبه ځمکه په ننګرهار او ۲۳۸ زره جریبه ځمکه په نیمروز، ۲۳۵ زره جریبه په کابل، ۲۳۰ زره جریبه په بلخ، ۲۱۷ زره جریبه په پکتیا، ۲۰۰ زره جریبه په کندوز، ۱۹۸ زره جریبه په کندهار، ۱۹۴ زره جریبه په هرات او پاتې نوره په ۲۰ نورو ولایتونو کې سروې او ثبت شوې ده.

د ښار جوړولو او اراضۍ وزارت وايي چې دغه وزارت د دولتي ځمکو او د دولت تر استفادې لاندې عامه ملکیتونو ثبت، د دولتي ځمکو د غصب مخنیوي او د ټولګټو پروژو د تطبیق لپاره له دولتي ځمکو د اغېزناکې او معقولې استفادې لپاره ژمن دی. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه