د ولسمشر ویاند، صدیق صدیقي سېشنبې( د سلواغې په ۲۲مه) وویل چې ولسمشر غني د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سره ټلفوني خبرې کړې دي.
همداراز ولسمشر غني د یوه ټویټ په ترڅ کې وویل چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مایک پومپئو د ټلفوني اړیکې په ترڅ کې ویلي چې له طالبانو سره د سولې خبرو او په دوامداره توګه د تاوتریخوالیو کمښت په تړاو د طالبانو وړاندیز کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.
ښاغلي صدیقي همداراز زیاته کړه چې پومپئو په تلفونی اړیکه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو په تړاو مالومات ورکړي او د تاوتریخوالیو کمښت په تړاو چې ښایې د اوربند لامل شي، ولسمشر غني ته مالومات ورکړي دي.
له بلې خوا ولسمشر غني له دې خبرو اترو خوښي څرګنده کړې ده او زیاته کړې یې ده چې د افغانستان اصولي دریځ د سولې خبرو په برخه کې د پایلې ورکړې په حال کې دی.
ولسمشر ويلي دي زموږ اصلي موخه د وینو تویولو او افغان وژنې پایته رسول دي او اکثر افغانان د سولې په تړاو اجماع لري او دې موخې ته د رسېدو لپاره موږ افغانستان کې تدبیر، جرئت، رهبریت او مدیریت لرو او د دې بهیر راتلونکي ګامونه په ښه ډول مدیریت کړي.
په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مایک پومپئو له اجراییه رییس، عبدالله عبدالله سره هم ټلفوني خبرې کړې دي او د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو پرمختګ او هېواد کې د تاوتریخوالیو په تړاو خبر ورکړی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د ټلفوني اړیکې په ترڅ کې ویلي چې دوه اړخیزې هوکړې لاسلیک، بین الافغاني خبرو او افغانستان کې دایمي سولې ته به زمینه برابره شي.
د اجراییه ریاست د خبرپاڼې له مخې، اجراییه رییس ویلي دي چې سوله د افغانستان د خلکو لومړيتوب دی او د تاوتریخوالیو کمولو په برخه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ له خبرو او پرمختګ یې خوښي څرګنده کړې او ترې یې هرکلی کړی دی.
اجراییه رییس د خپلو خبرو په دوام زیاته کړي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو کې د تاوتریخوالیو کمښت له پرېکړې ملاتړ کړی دی او اوس له دې پړاوه هم ملاتړ کوي.