په پکتیا ولایت سیمهييز چارواکي نن(شنبې د غويي۲۲مه) وايي چې څلور تنه ماین خښوونکي د خپل ماین چاودنه کې وژل شوي دي.
دا چارواکي زیاتوي ماینخښوونکو غوښتل د یاد ولایت په احمد آباد ولسوالۍ کې ماین ځای پر ځای کړي، چاودنه یې کړې او وژل شوي دي.
سیمهييز چارواکي وايي چې یادو کسانو د سړک غاړې ماین خښولو، خو د موخې په اړه یې څه نه دي ويلي.
تر ډېر د دولت وسلهوال مخالفین د افغان ځواکونو کاروانونو ته د سرک غاړې ماینونه ځای پر ځای کوي. داسې راپورونه هم شته چې یو شمېر ملکي کسان هم د دغو ماینونو ښکار کيږي.