د افغانستان، پاکستان او چین دویمه درې اړخیزه غونډه نن (شنبه) کابل کې جوړه او ترسره شوه.
په دغې ناسته کې د افغانستان، چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو او همدارنګه د دغو هېوادونو پلاوو ګډون درلود.
په دغې یو ورځنۍ غونډه کې، درې واړو خواوو هوکړه وکړه چې د ترهګرۍ په وړاندې به په ګډه سره مبارزه وکړي.
د دغو درې هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په ګډه اعلامیه کې راغلي چې درې واړه لوري له ترهګرۍ سره په ګډې مبارزې، افغانستان کې د سولې له بهیره ملاتړ، د اقتصادي همکاریو دوام او په افغانستان، چین او پاکستان کې ترهګریزو فعالیتونو ته پر نه اجازه ورکولو سره هوکړې ته رسېدلي دي.
په اعلامیه کې همدارنګه راغلي چې لوري د دغو هوکړو پلي کېدو ته ژمن دي، پاکستان او چین د افغانستان په مشرۍ او مالکیت د سولې له بهیره ملاتړ کوي.
د اعلامیې یوه برخه:«درې لورو، په جدي هوډ سره څرګنده کړه چې هېڅ هېواد ته به اجازه ور نه کړل شي ترڅو واکمني یې، د بل هېواد، ډلې، یا هم کس له خوا د ترهګریزو فعالیتونو په پار د یوه بل هېواد د ګواښلو لپاره استفاده شي.»
د دغو درې هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران له طالبانو غواړي چې له تاوتریخوالي او د بې ګناه کسانو له وژنې لاس واخلي.
د دغې غونډې په پای کې د افغانستان، پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو په یوې خبري ناسته کې ګډون وکړ او د دغې غونډې د هوکړو په اړه یې خبریالانو ته مالومات ورکړل.
په دغې خبري ناسته کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وايي چې هېواد یې د افغانستان د سولې په اړه له هڅو ملاتړ کوي، خو ټينګار یې وکړ چې د پاکستان په لورې باید د نیوکې کوته ونه نیول شي.
خو د هېواد د بهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاحالدین رباني وویل اوس د دې وخت رارسېدلی چې پاکستان د افغانستان د سولې په اړه خپل صداقت څرګند او ژمنې عملي کړي.
د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي د سولې د هڅې په پار د افغانستان او پاکستان هڅې ستايي او له طالبانو غواړي چې د سولې له بهیر سره یوځای شي.