کابل کې د خورشید خصوصي ټلوېزیون پر لېږدونکي کاسټر ډوله موټر کې ځای پر ځای شوي نښلوونکي ماین چاودنې دوه تنه وژلي او درې تنه نور ټپيان کړي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي چې دا پېښه نن پنځه نیمې بجو په شاوخوا کې د پنځمې حوزې په اړوند تایمي سیمې په پنځم سړک کې شوې ده.
د ښاغلي رحیمي په وینا د دغه پېښې وژل شوي کسان د موټر چلوونکی او یو لاروی دي. خو ټپیان کې دوه تنه د خورشید ټلوېزیون کارکوونکي او یو لاروی شامل دي.
تراوسه هېڅ ډلې د دغې پېښې پړه نه ده منلې.