په بادغیس کې د کرنې او حسابدارۍ انسټیټیوټ یو شمېر نجونې زدهکړیالانې وایي، دوی هم تر شپږم ټولګي پورته نجونو په څېر زدهکړو ته له تګ بېبرخې شوې دي.
دوی وایي، د تېر حکومت له پرځېدو سره سم، د دوی پر وړاندې د انسټیټیوټ دروازې وتړل شوې چې تر اوسه بېرته نهدي پرانیستل شوي.
دغه نجونې زدهکوونکې له مسوولو بنسټونو غواړي چې د دوی ستونزو ته رسېدنه وکړي.
د کرنې او حسابدارۍ په انسټیټیوټ کې تر شپږ سوو ډېر نارینه او ښځینه زدهکونکې په زدهکړو بوخت دي چې له ډلې یې دوه سوه او پنځوس تنه نجونې دي.
زدهکړیاله لایقه ارماني وايي: «موږ غواړو درس ولولو او له اسلامي امارت مو غوښتنه دا ده چې دا انسټیټیوټ پرانیزي؛ زدهکړې زموږ حق دی.»
ورته مهال په بادغېس کې د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې وایي، نجونې د نارینهوو په څېر د زدهکړو حق لري.
د ښځو حقونو فعاله زرمینه ادیب غزیزي وايي: «کله چې یو سړی د زدهکړو حق لري؛ ښځې هم د زدهکړو حق لري او هېڅه باید د ښځو د زدهکړو، روغتیا او کار خنډ وګرځي؛ ښځې د ژوند کولو حق لري.»
ورته مهال د بادغېس د تخنیکي او مسلکي زده کړو امریت د دې ولایت په ښوونیزو موسسو کې د نجونو د څانګو تړل کېدل مني او وایي، د نجونو پر وړاندې د ښوونیزو بنسټونو د څانګو پرانیستل د دوی په واک کې نهدي او دا چاره د حکومت په رهبرۍ پورې تړلې بولي.
د بادغېس د تخینکي او مسلکي زدهکړو امر عوض غیرت وايي: «دوی ته د مشرتابه له لوري اجازه نهشته، هر کله چې د امیر المومنین له لوري اجازه ورکړل شوه، موږ به هم خپل چمتوالی ونیسو.»
په بادغیس کې داسې مهال ښځینه زدهکړیالانې زدهکړو ته د نه لاسرسي له امله شکایت کوی چې له څو میاشتو راهیسي راهیسې د نجونو پر وړاندې د ښوونځیو دروازې تړلې دي.
په دې اړه مو اندونه