Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په هرات کې د سنتي کارونو پیکه کېدل

چپات دوزي یا د ربړینو توکو جوړول چې د هرات یو له لرغونو کسبونو ګڼل کېږي، د تېر پرتله یي بازار پیکه شوی دی.

د دې توکو جوړوونکي د اقتصادي ستونزو او د دغه کسب د پیکه کېدو له امله له دې کاره لاس اخیستی دی.

پنځه شپېته کلن نور احمد چي له تېرو پنځوسو کلونو راهیسې په هرات کې ربړین توکي جوړوي، وايي، ټول ژوند یې په همدغه کسب کې تېر شوی او د دې توکو کارخونه یې د هرات په زاړه ښار اختیارالدین کلا ته څېرمه موقعیت لري.

هغه په‌دې اړه طلوع‌نیوز ته وايي: «له څاګانو څخه د اوبو راویستلو، د څارویو د اوبولو او د موټرو د ډبل کاري لپاره ربړین توکي جوړوو.»

د توکو جوړوونکی د بوټونو ګنډلو تر څنګ، له ټایرونو او ټوپونو سطلونه، د څاګانو پړي، ګلدانۍ، د څارویو لپاره د اوبو څښلو تشونه او ان د موټرو لپاره پرزې جوړوي. دوی وایي، د دغو توکو په جوړولو کې تر ډېره د موټرو له زړو ټایرونو ګټه اخلي.

د دې توکو یو جوړوونکی عتیق الله وايي: «ورځ شپه او شپه سبا کېږي، نور څه مو لاسته نه راځي چې بل کار وکړو.»

یو بل جوړوونکی غلام سرور وايي: «د بازار خوند نه‌شته، جنس په لوړه بیه اخلو او په ټیټه به یې پلورو.»

د موټرو ډېری مستریان هم خپل د اړتیا وړ توکي له دې ځایه پیري.

د دې توکو یو جوړوونکی غلام رسول وايي: «زموږ دنده د ګوټکې جوړول دي، موږ هر ډول موټرو ته ګوټکې جمتو کوو.»

د موټرو مستري محسن محمدي وايي: «د دې جنس کیفیت ډېر پورته دی، هغه موټر چې کلیو ته ځي، په کمانیو کې یې همدا ځای پر ځای کوي، ځکه موټر ورسره نرم ځي.»

د دې توکو د جوړوونکو په خبره، هرات ښار کې د ربړین توکو جوړونه شاوخوا سل کاله تاریخي مخینه لري او دا کسب لا تر اوسه د هېواد په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم کسبګر لري.

په هرات کې د سنتي کارونو پیکه کېدل

ډېری ټوپۍ جوړوونکو د اقتصادي ستونزو او د دغه کسب د پیکه کېدو له امله له دې کاره لاس اخیستی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه