Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په کندوز کې د څه باندې پنځوس پراختیايي پروژو پلي کېدل

د کندز سیمه‌ییز مسوولان د روان کال په اوږدو کې په‌دې ولایت کې د ۸۵ مېلیونه افغانیو په ارزښت د څه باندې پنځوس پراختیايي پروژو له پلې کېدو خبر ورکوي.

د دوی په وینا، په‌دې پروژو کې استنادي دېوالونه، سړکونه، د اوبو رسولو شبکې او نورې ټولګټې پروژې شاملې وې.

په کندز کې د کلیو او بیارغونې ریاست د انجینرۍ خدماتو امر عتیق الله جلیلي وايي: «د کندوز د کلیو او بیارغونې ریاست د همکارو موسسو او سیمه‌ییزو ادارو په همغږۍ د کندوز مرکز په ګډون په نهو ولسوالیو کې د ۸۵ مېلیونه افغانیو په ارزښت څه باندې ۵۰ ټولګټې پروژې عملي کړې دي.»

ورته مهال، د کندز یو شمېر اوسېدونکي د دغو پروژو له عملي کېدو خوښ دي، خو وایي، دغه پروژې یې د ستونزو د هواري لپاره بسنه نه‌کوي.

د کندز اوسېدونکی الله نور په‌دې اړه طلوع‌نیوز ته وايي: «ولس ډېر خوشاله دی، ځکه ډېرې اسانتیاوې رامنځ‌ته شوې دي، خو موږ غواړو چې موسسې د کلېنیک او برېښنا په برخو کې له موږ سره همکاري وکړي.»

د کندز اوسېدونکی محمد ولي زیاتوي: «موږ د خپل کلېنیک جوړولو غواړو، په مکتب باندې اوبه روانې دي، غواړو چې دغه کانال او سرکونه راته جوړ شي.»

د کندز یو بل اوسېدونکی حبیب‌الله وايي: «دا موږ ته بسنه نه‌کوي، کندوز یو کرنیز ولایت دی، غواړو له موږ سره د کرنې په برخه کې مرستې وشي.»

دغه پروژې داسې مهال په کندز کې پلي کېږي چې په تېرو کلونو کې د دغه ولایت زیاتې برخې د جګړو له امله له روغتیایي، ښوونیزو او پراختیايي خدماتو محرومه پاتې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه