Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په بدخشان کې د غالیو اوبدونکو ښځو بنسټیزې ننګونې

په بدخشان کې یو شمېر غالۍ اوبدونکې ښځې وایي، د غالیو د پروسس مرکز او د پلور مناسب بازار د نه‌شتوالي له کبله له ستونزو سره مخ دي.

د بدخشان مرکز فیض‌اباد ښار کې د غالۍ اوبدلو په یوې کارخونه نږدې پنځوس ښځې او نجونې کار کوي. دوی وایي، د غالیو د پروسس مرکز، د پلور لپاره مناسب بازار او د غالۍ اوبدلو لپاره د مشخص ځای نه‌شتون د دوی عمده ننګونې دي.

غالۍ اوبدونکې نادیه په‌دې اړه طلوع‌نیوز ته وايي: «نه د غالیو منځل لر، نه کومه پروژه لرو، نه د غالیو لپاره کوم ځای لرو، دغه غالۍ چې کندوز ته لېږدوو، د موټر کرایه یې په موږ یو په شپږ راځي.»

یوه بله غالۍ اوبدونکې فرزانه وايي: «د پلور مرکزونه نه‌لرو، مارکېټ نه‌شته او داسې ځانګړی ځای نه‌لرو چې تل هلته واوسو.»

د بدخشان غالۍ اوبدونکو ټولنې مسوولان وایي، اوس‌مهال په دې ولایت کې څلور زره ښځې او نجونې په غالۍ اوبدلو بوختې دي.

د بدخشان د غالۍ اوبدونکو ټولنې مسوول عبدالعلي زیاتوي: «اوس‌مهال څلور زره ښځې په کار دي. له شل سلنې تر سل سلنې، د بېلګې په ډول، شپږ میاشتې، بیا یو کال یا د دوو کلونو لپاره له موږ سره کار کوي، بیا یې موږ ازموینه اخلو او فارغوو یې او په پای کې ورته ستاینلیک ورکوو.»

په همدې حال کې د بدخشان د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولان، په‌دې ولایت کې د غالۍ اوبدونکو ستونزو ته د رسېدو په موخه په وايي، چمتو دي چې د دوی ستونزې حل کړي.

د بدخشان د صنعت او سوداګرۍ ریاست د صنعتي ښارګوټو مدیر ثمرالدین رحماني زیاتوي: «هر وخت چې ښځې د خپلو تولیداتو راپور موږ ته راکړي، موږ ورته چمتو یو او پلان لرو چې کړنلاره ورته هم جوړه کړو چې موږ له دوی سره کار کوو او د دوی د صنعتي پارک لپاره مو لس جریبه ځمکه هم طی مراحل کړې ده.»

د بدخشان د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولانو د معلوماتو پر بنسټ، اوس‌مهال په‌دې ولایت کې د غالۍ اوبدلو لس کارخونې فعالیت کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه