Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د بلخ د شورتېپې اوسېدونکي د امو سیند د څنډو د تحکیماتو غوښتنه کوي

د بلخ ولایت د شورتېپې ولسوالۍ اوسېدونکي او مسوولان د امو سیند په ځینو برخو کې د ازبیکستاني کښتیو پر ګزمو نیوکه کوي.

دوی وایي چې د یاد هېواد د دوو لویو کښتیو د ګزمو له امله، د سیند د اوبو لویې څپې جوړې او د افغانستان په خاوره کې د خلکو کورونه او کرنیزې ځمکې ویجاړوي.

دوی له سرپرست حکومته د امو سیند د څنډو د تحکیماتو او جوړولو غوښتنه کوي.

د بلخ د شورتېپې ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالرحمن نیازی وايي:«موږ له دولته غواړو چې موږ ته ډکه جوړه کړي لکه څرنګه یې چې نورو ته ډکه جوړه کړې ده.»

د دغې ولسوالۍ بل اوسېدونکی غلام مرادي هم څرګندوي:«له اسلامي امارته زما غوښتنه دا ده چې ځينې نور کلي هم تر ګواښ لاندې دي چې په بیړنۍ توګه پر هغوی کار وکړي.»

د شورتېپې ولسوالۍ ځينې نور اوسېدونکي وايي چې د سیند د ویجاړیو له امله هغوی اړ دي چې خپل کورونه پرېږدي.

د دغې ولسوالۍ اوسېدونکي قربان نظر طلوع‌نیوز ته وویل:«سیند همدا موقعیت ویجاړ کړی او خلک کډه شوي په زرګونه جریبه ځمکه ویجاړه شوې او خلک له کښته پاتې دي.»

د شورتېپې ولسوالۍ قومي مشر جان مراد هم څرګندوي:«هره ورځ اوبه کورونه او ځمکې ویجاړوي یوځل چې د سیند څنډې کلکې شوې وې، خلکو خپل کار پېل کړ او په بې‌غمه زړه‌یې کار کاوه.»

د امو سیند د تحکیماتو رییس چې د امو سیند د یوې برخې د تحکیماتو د کار د پېل په موخه شورتېپې ولسوالۍ ته راغلی وایي چې د دغه سیند د غاړو د کلکولو لپاره یې ۸۰ مېلیونه افغانۍ لګولي دي او نږدې راتلونکی کې به هم ۷۶۲ مېلیونه افغانۍ د دغه سیند د نورو غاړو د کلکولو لپاره ولګول شي.

د امو سیند د تحکیماتو عمومي رییس سید غلام مشواڼی وايي:«په ۴ ولایتونو کې کابو ۸۰ مېلیونه پیسې ولګول شوې او ۲۰ مېلیونه نورې پاتې دي په دغو ۲۰ مېلیونو پاتې نور کارونه به بشپړ کړو»

د امو سیند د تحکیماتو رییس وایي چې مخکې له دې د اسلامي امارت او ازبیکستان هېواد ترمنځ د افغانستان حریم کې د هغه هېواد د کښتیو د ګزمو د مخنیوي په موخه یوه هوکړه شوې وه او ډاډ ورکوي چې نږدې راتلونکي کې به دغې ستونزې ته رسېدنه وشي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه