Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د یو لوی کړاو پای؛ بدخشانی ځوان شپاړس کاله وروسته خپلې کورنۍ ته راوګرځيد

یو ځوان چې د بدخشان اوسېدونکی دی او شپاړس کاله وړاندې کابل کې نادرکه شوی و، بېرته له خپلې کورنۍ سره یو ځای شو.

محمد کریم له ورکېدو وروسته د کابل یوه دولتي وړکتون ته لار  موندلې وه او اوس له دولسم ټولګي هم فارغ شوی دی.

محمد کریم چې تازه له خپلې کورنۍ سره یوځای شوی دی، طلوع نیوز ته و ویل: «څو ځل ریشخور ته لاړم؛ خو څوک مې پیدا نه شوه کړای او بلاخره یو هېوادوالو وویل چې تذکره مو راکړئ چې په تلویزون یا هم فسبوک یی خپره کړم کیدای شي کومه نښه پیداشي.»

د محمد کریم د کورنۍ غړي وایي، کلونه یې د هغه د موندلو هڅې وکړي، خو بریالي نه شول.

د محمد کریم پلار، نور احمد د خپل زوی په اړه وویل: « نه شپه سبا کیده او نه هم ورځ شپه کیده. له ځان سره به مو ویل چې کاش هغه وګورم. کله چې خبر شوو باور مو نه کاوه، خو مور یې وویل چې هغه راغلی دی.»

د محمد کریم نیا، عرفې څرګنده کړه: « څو کاله ورک و او موږ ترې هېڅ حال نه درلود، خدای دې تاسو ته خیر درکړي، زه له تاسو ډېره خوشحاله یم، چې دا مو بېرته راوړ او موږ ته مو تسلیم کړ. پلار یې سپین ږیری و، زه تورسرې یم، ماما یې یوازې و، موږ نشوای کولی پیدا یې کړو.»

د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي، چې د روان کال په لړ کې یې ۵۰۰ ماشومان چې د بېلابېلو دلایلو له امله له خپلو کورنیو نادرکه شوي وو، بېرته خپلو کورنیو ته سپارلي دي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند، سمیع الله ابراهیمي وویل: «سږ کال تر ۵۰۰ ماشومانو پورې چې له خپلو کورنیو نادرکه شوي وو او یا بهرنیو هېوادونو ته تللي وه او بېرته راګرځول شوي وه خپلو کورنیو سره یوځای شوي دي.»

د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسوولین وایي، دا مهال په ټول هېواد کې ۱۵ د ملاتړ مرکزونه فعال دي او په دغو مرکزونو کې تر پنځلسو کلونو کم عمره کسان، چې له خپلو کورنیو لیرې دي، ساتل کېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه