Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ورېښمو لارې د پراخولو د کار پیل

د ایران او افغانستان تر منځ د ورېښمو پله لارې د پراختیا چارې نیمروز ولایت کې پیل شوې.

د ورېښمو لار چې هره ورځ پرې زرګونه مسافر او سلګونه باروړونکې لارۍ او مساپر وړونکي موټر تګ راتګ کوي، دوه طرفه کېږي.

مسوولین وایي، هره ورځ له دې لارې د ایران او افغانستان تر منځ سلګونه باروړونکي او مساپر وړونکي موټر تګ راتګ کوي.

دغه لار د ورېښمو له پله افغانستان له ایران سره نښلوي.

د دغه سړک لګښت ۶۰ میلیونه افغانۍ دی، چې د نیمروز د ټولګټو چارو ریاست له لوري ورکول کېږي.

د نیمروز د ټولګټو رییس، جان محمد بدري د طلوع نیوز له خبریال سره په خبرو کې و ویل: «دوه کیلومټره سړک دی او تقریبا اووه متره یې عرض دی، له چهل متره څخه نیولې بیا تر کمیسارۍ پورې طول لري. په دې پروژه کې موږ یو پل لرو چې تقریبا شل متره اوږدوالی لري او ۷ تره پلن والی لري.»

د نیمروز والي، محمد قاسم خالد هم و ویل: «ددې پروژې له پلي کېدو سره به ان شاالله زموږ سوداګر پر دې لاره چې د ورېښمو پل بلل کیږي، تګ راتګ کوي او زموږ سوداګر به له ټرافیکي ستونزو سره نه مخ کیږي. »

د زرنج ښاروال، صلاح الدین ممتاز په ډاګه کړه چې: دا ویلی شو چې دا سړک چې نن دلته افتتاح شو، دا چې په څو روپیو جوړیږي د دې ټوله ګټه د ښار خلکو ته رسیږي.

د دې لارې موټر چلوونکي وایي، د موټرو او مسافرو د زیاتې ګڼې ګوڼې له امله ساعتونه انتظار باسي، څو د ورېښمو له پله د نیمروز تر ګمرکه چې دوه کیلومټره واټن لري، را ورسېږي.

موټر چلونکي، رحمت‌الله و ویل: «ستونزه په سړک کې ده، سړک کوچنی دی، موټرې زیاتې دي او څلور یا پنځه ساعته پر لار ولاړ پاتې کیږو، چې له ورېښم لارې تر ګمرکه دوه کیلومټره لار ده.»

موټر چلوونکی، طلاجان وايي : داسې وخت راغلی چې موټرې یو ساعت دوه ساعته په کتار کې ولاړ وي، دا واټ چې جوړ شي زموږ لپاره به اسانتیاوې رامنځته شي، او دا سړک به ازاد شي. زموږ غوښتنه دا ده چې دا سړک ژر جوړ شي.

د ورېښمو پله کمیسار، محمد هاشم حنظله طلوع نیوز ته و ویل: «اوس چې د سړک د جوړولو او پراختیا کوم پلان روان دی، زه هیله لرم چې دا به د ولس او ټرانزیټ او نورو موټرو لپاره ښه پایله ورکړي او اسانتیاوې ورته برابرې شي.»

د نیمروز د سیمه‌ییز مسوولینو د معلوماتو له مخې، هره ورځ پر دغه لار شاوخوا دری سوه باروړونکې لارې، نږدې دوه سوه ټکسیانې، سلګونه قانوني مسافر او زرګونه هغه مسافر چې له ایران را ایستل کېږی، پر دغه لار تګ راتګ کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه