نیمروز کې د زرنج- دلارام لویې لارې چارې، چې افغانستان د ایران له چابهار بندر سره نښلوي، پنځوس سلنې بشپړې شوې دي.
د مسوولینو په خبره، تمه ده د دې پروژې چارې تر نږدې یوې میاشتې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
په ورته وخت کې، یو شمېر موټر چلوونکي له سرپرست حکومته د دې پروژې له چارو د جدي څارنې غوښتنه کوي.
د زرنج- دلارام لویه لار د هېواد یوه له مهمو ترانزیټي لارو شمېرل کېږي او د سوداګریزو توکو د لېږد را لېږد په برخه کې هم ځانګړی ارزښت لري.
د نیمروز د ټولګټو چارو رییس، جان محمد بدري وویل: « د دغې لارې کار له یوه شرکت سره د ۲۵ میلیونه افغانیو په ارزښت قراداد شوی دی، کار یې ۵۰ سلنه مخته ته تللی او د سفالټ کار یې هم پیل شوی دی.»
د پروژې انجینر، نجیب الله هم وویل: « په دغه ځای کې چې موږ ولاړ یو ګام په ګام یې کار مخته تللی، جغل اچونه، کلکول یې او اوس یې تاسو د قیر اچونې شاهد هم یاستئ.»
ځینې موټر چلوونکي چې له دې وړاندې له ستونزو سره مخ وو، د دغه سړک د چارو له پرمختګ خوښ دي.
دوی د سرپرست حکومت له مسوولینو غواړي، چې د دې پروژې کیفیت ته جدي پام وکړي، څو په راتلونکي کې بیاځلي ویجاړه نشي.
موټر چلوونکي، عبدالخالق څرګنده کړه: « موږ د دغه سړک جوړېدو ته ډېر خوښ یو ځکه موږ ته اسانتیا رامنځ ته کیږي.»
یو بل موټر چلوونکي، فاروق هم وویل: « دغه ځای چې تاسو ګورئ پخوا دښته وه موټر به په کې لګېدلو، موږ که طالبان دي او که انجینران دي غواړو چې د دغه سړک په جوړولو کې پام وکړي.»
د زرنج- دلارام لویه لار چې ۲۱۸ کیلومټره اوږدوالی او ۱۰ مټره پلنوالی لري، ۲۵ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي، چې د ټولګټو چارو وزارت له لوري ورکول کېږي.
په دې اړه مو اندونه