Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هرات کې د طالبانو د دوو ډلو ترمنځ نښتې د یوه مُلکي کس ژوند واخیست

د هرات ولایت په شینډنډ ولسوالۍ کې د طالبانو د دوو ځانګړو ډلو ترمنځ له شپږو ورځو راهیسې جګړه روانه ده چې په پایله کې یې یوه ولسي وګړي خپل ژوند له لاسه ورکړی او څه باندې ۱۰ تنه د ماشومانو او ښځو په ګډون ټپيان شوي دي.

دغه نښتې د ملاهیبت الله،او ملا رسول پلویانو چې دواړه د په ځانګړې توګه د طالبانو د دوو ډلو مشران دي په شینډنډ کې دوام لري.

  دا شپږم ځل دی چې د ملا هیبت‎الله د ډلې پلوی طالب قومندان ملا صمد د طالبانو له بلې ډلې د ملا رسول له قومندان ملا ننګیالي سره د هرات ولایت په شینډنډ ولسوالۍ کې سره جګړه کوي.

هر ځل چې دغو ډلو سره جګړه کړې د یو بل په وړاندې یې له درنو او سپکو وسلو کار اخیستی دی، په دې جګړو کې یوه ځوانه نجلې وژل شوې او له لسو ډېر چې ښځې او ماشومان هم په‎کې شامل دي ټپیان شوي دي.

د ژغورنې ډلو د دغې جګړو اته ټپیان د هرات حوزه وي روغتون ته لېږدولي دي چې ښځې او ماشومان هم په‎کې شامل دي.

د شینډنډ ولسوالۍ اوسېدونکی میراحمد وویل:«طالبان له یو بل سره ونښتل او یو هاوان زموږ په کور ولګېد مېرمن مې له شپږو ماشومانو سره مې ټپيان شول.د سیمې خلکو له موږ سره مرسته وکړه او وتوانېدو هغوی روغتون ته ورسوو.»

د شینډنډ ولسوالۍ بل اوسېدونکې مینا وویل:«همدا چې هاوان زموږ په کور ولګېد دغه ماشومان چې څلور نجونې او یو هلک دی له خپلې مور سره ټپيان شول.طالبان زموږ کلي ته را ننوتل او موږ هڅه وکړه خپل ټپيان له کلي څخه بهر کړو.»

 د هرات د والي ویاند هم په دې جګړه کې ولسي وګړو ته زیان د زیان رسېدو پخلی کوي او وايي چې امنیتي ځواکونه په دې ولسوالۍ کې د مُلکیانو د ژوند د خونديتوب لپاره هڅه کوي.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وویل:«د حکومتي بنسټونو یو له کاري لومړیتوب څخه د ولسي وګړو د ځان خوندیتوب دی او د هرات والي د دغو بنسټونو مسؤولانو ته حکم کړی چې په ټولو شرایطو د ولسي وګړو ځاني خوندیتوب ته پاملرنه وکړي.»

په همدې حال کې د هرات د ولایتي شورا یو شمېر غړي وايي که څه هم چې دا جګړه څو شپه او ورځ روانه وه، خو امنیتي ځواکونو د دې جګړې ننداره کوله او د مُلکیانو د ژوند خوندیتوب لپاره یې هېڅ ډول هڅه ونه‎کړه.

د هرات د ولایتي شورا غړی مهدي حدید وویل:«مُلکیان نه له ځانه دفاع کولای شي او نه هم د دې توان لري چې خپلو کورونو ته د طالبانو د ننوتو مخنیوی وکړي.دا د دولتي بنسټونو له مسؤولیتونو څخه دي چې د ولسي وګړو ساتنه وکړي.»

د هرات ولایت په شینډنډ ولسوالۍ کې د طالبانو د دوه ډلو ترمنځ اختلافونه له تېرو دوه کلونو راهیسې دوام لري او دا ډلې څو ځله له یو بل سره ښکېلې شوې دي. په دغو جګړو کې تر اوسه د دواړو لوریو څخه ۱۵۰ تنه وژل شوي دي.

شریک یي کړئ