افغانستان ملګرو ملتونو ته د نقاشۍ یوه تابلو ورکړه چې، په نیویارک کې به د دغه سازمان په مرکز کې نصب شي.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمې استازې وايي، د دغې تابلو لېږدونه څو میاشتې وخت ونیو او په وینا یې په دې اثر کې د افغانستان له یاده وتلې او نه لیدلې برخې تصویر شوي دي.
دغه تابلو د هنر سالار ډلې جوړه کړې او د دغې ډلې د مسوول په وینا، د دغې تابلو د ځينو برخو په جوړونه کې د هېواد د ۳۴ ولایتونو له خاورې ګټنه شوې ده.
د دغې تابلو انځورګرۍ چې څلور مټره اوږدوالی او دوه مټره سور لري، شاوخوا یوه میاشت وخت ونیوه. دا هغه تابلو ده چې جوړوونکي یې پوهېدل چې په نیویارک کې به د ملګرو ملتونو په مرکز کې د افغانستان د ملي هویت د نښې په توګه ولګول شي.
د هنر سالار ډلې مسوول امید شریفي وايي:«د دغې تابلو د جوړولو لپاره زموږ ډلې ټول افغانستان ته سفر وکړ څو له بیلابیلو ځایونو الهام واخلي اوله ځانه سره د څلور دېرو ولایتونو خاوره راوړي.»
د خاورو په دغو بېلګو کې چې ددې تابلو په شا لید کې کارول شوې دي، د هېواد د هغو سیمو خاوره هم ده چې تل پکې جګړې شوې، خو په دغې تابلو کې چې«د افغانستان د نالیدل شويو واقعیتونو» نوم پرې اېښودل شوی،د یوه جګړه ځپلې او شاته پاتې هېواد هیڅ نښه نه ترسترګو کیږي.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازې عادله راز وویل:«دغه تابلو زموږ هېواد او خلک په خپل ټول برم او آرمانونو سره ښيي، دا د افغانستان هغه اړخ ښيي چې تل هېر شوې او نه دی لیدل شوی.»
د مطالعې په حال کې نجلۍ، ښوونځي ته روان ماشومان،خوشحاله ځوانان او د طبعیت نښې، د داسې افغانستان ښودنه کوي چې د راتلونکې لپاره ډېرې هېلې لري.
د ملګرو ملتونو د سازمان سرمنشي انتونیو ګوترش څرګنده کړه:«غواړم تاسو ته له افغانستان نه د ملګرو ملتونو د بشپړ ملاتړ ډاډ درکړم. موږ د افغانستان له خلکو پرېکنده ملاتړ کوو څو د افغانسان د خلکو لپاره چې ډير راباندې ګران دي، د آزمويښت دغه دوره د سولې، نیکمرغۍ او د بشري حقونو د تامین د نوي عصر لامل شي.»
دا د ملګرو ملتونو سازمان ته د افغانستان دویمه هنري ډالۍ ده. کابل په ۱۳۴۲ لمریز کال کې د محمد ظاهر شاه په دروه کې هم د ملګرو ملتونو سازمان ته د لاجوردو یو میز ډالی کړی و.