Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هنر نړیواله ورځ او د حکومت له نه پاملرنې د هنرمندانو نیوکه

له هنر نړیوالې ورځې سره هم‌مهاله یو شمېر هنرمندان د افغانستان هنر ته د حکومت او نورو اړوندو بنسټونو پر بې‌غورۍ نیوکې لري.

سید مهدي حسیني له دوولسو کلونو راهیسې پر انځورګرۍ بوخت دی، وایي، د خپلو اثارو لپاره د بازار د نه‌شتوالي له امله له ګڼو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

انځورګر سید مهدي وايي: «په افغانستان کې هنر تر نن ورځ پورې ځای نه‌دی درلودلی او څه چې تر نن ورځې پورې شوي دا د هنرمندانو د کار هڅې دي.»

انځورګر رشاد زیاتوي: «اوس‌مهال زموږ پر کار یو شمېر محدودیتونه لګول شوي، موږ نه‌شو کولای څېرې انځور کړو.»

بل‌خوا، یو شمېر خطاطان په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د اسلامي سبک خطاطۍ د هنر غوړېدو ته خوښ دي.

 بشیر احمد چې خطاط دی، وایي، هنر د یوه ملت د ارزښتونکو بیانونکی دی او له همدې امله اړتیا ده چې د هنر په برخو کې پانګونه وشي.

خطاط بشیر احمد وايي: «د اسلامي امارت په راتګ سره د ځینو برخو کارونه صفر شوي، خو لکه د اسلامي هنرونو په څېر ځینونو هنرونو وده کړې ده.»

خطاطه حامده زیاتوي: «زموږ غوښتنه دا ده چې هنر ته ځانګړې پاملرنه وشي، څو هغه کسان چې د هنر مینه‌وال دي، وکولای شي، خپل هنر ته دوام ورکړي.»

بل‌خوا، د اطلاعاتو او کلتور وزارت ځانګړی استازی په هېواد کې د هنر د پیاوړتیا او غوړېدو ډاډ ورکوي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت ځانګړی استازی عبدالحق حماد زیاتوي: «هغه هنر چې هغه د افغانستان د خلکو د عنعناتو، دود او دستور، کلتور او ثقافت په پام کې نیولو سره او له دې ور هاخوا ته د اسلامي اصولو په پام کې نیولو سره منځ‌ته راځي او څوک په‌کې فعالیت کوي، دغه ډول هنر ته اسلامي امارت پرمختګ ورکوي.»

د اپرېل پنځلسمه د ایټالیا د وتلي انځورګر لیونارډو داویینچي په ویاړ د هنر د نړۍوالې ورځې په نوم نومول شوې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه