افغان ولسمشر اشرف غني، د افغانستان د موسیقۍ د ودې په برخه کې د استاد داد محمد الفت آهنګ د فعالیتونو او هڅو د ستاینې په پار نوموړي ته د میر مسجدي خان مډال تسلیم کړ.
دا مډال، نن (شنبې د لړم په ۱۱مه) د ولسمشر غني د سلاکار فضل محمود فضلي له خوا ښاغلي اهنګ ته ورکړل شو.
استاد الفت، څو لسیزې کېږي چې د موسیقۍ د ودې په درشل کې فعالیت کړی دی. هغه د کابل د خرابات په کوڅه کې نړۍ ته سترګې پرانیستي او د کابل په بیهقي ښوونځي کې زده کړې کړې دي.
داد محمد الفت کابو اووه کاله په هند کې د موسیقۍ اساساتو زده کړې کړې دي.
الفت اهنګ، د مډال د ترلاسه کولو په مراسمو کې، یو ځل بیا ژمنه وکړه چې د تېر په څېر د افغانستان د موسیقۍ او ځوانانو ته د موسیقۍ د زده کړې په برخه کې هڅه وکړي.
هغه زیاته کړه:«ما خپل هېواد ته د اوو کلونو ویاړ، خپلو خلکو ته چې زه یې وستایلم او دا ویاړونه مې ترلاسه کړل.»
د الفت اهنګ زوی قیس الفت هم څرګنده کړه:«د افغانستان دولت چې سندرغاړو ته روحیه وربښي او خپل سندرغاړي هڅوي، د دې لامل کېږي چې هنرمندان افغانستان ته لا خدمت وکړي.»
ښاغلي الفت اهنګ په ملي ټلوېزیون کې په دري او پښتو ژبو په سلوګونه ثبت شوې سندرې لري.