Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هرات کې پنځه صنعتي کارخونې پرانیستل شوې

د هرات صنعتي ښارګوتي کې د کابو ۲۰ میلیونه ډالرو په لګښت پنځه کارخونې پرانیستل شوې.

دا کارخونې د لمریزې برېښنا وسیلو، د چرګو غلې، د پروفیل تولید او د غنم پروسس کوي.

د دغو پنځو فابریکو د پرانیستې پر مهال د سوداګرۍ او صنعت وزیر، وزیر، نثار احمد غوریاني   وویل د ګاونډیو هېوادونو د ډمپنګ سیاست او ګمرکونو کې فساد له کبله د هېواد صنایعو ته تاوان رسېدلی. هغه زیاته کړه:«همدې اوونۍ کې له بده مرغه چې ځلور کارخونې وتړل شوې او له ۲۱ زرو ډېر کسان بیکاره شول.»

که څه هم سوداګر هېواد کې پانګونې ته خوشاله دي، خو په ګمرکونو او دولتي ادارو کې پر فساد نیوکې کوي.

د مالیې وزارت چارواکو تر دې مخکې په ګمرکونو کې د فساد موضوع تایید کړې، خو همداراز یې ټینګار کړی چې، پر وړاندې یې په جدي توګه مبارزه هم روانه ده.

د هرات والي، سید وحید قتالي څرګندوي:«د سیمې هېوادونو د دمپنګ سیاست اجازه نه ورکوي چې زموږ سوداګر قابت وکړي.»

د هرات د سوداګرۍ خونو مرستیال، توکل احمدیار وايي:«ځکه چې امنیت ښه نه دی، د پانګونې بهیر پڅ په مخ ځي.»

د هرات د کانونو او صنایعو خونې وايي تېر کال شاوخوا ۱۵۰ کارخونې په ګمرکونو کې د فساد او د ورته تولیدي توکو د واردېدو له امله تړل شوې دي.

هرات کې پنځه صنعتي کارخونې پرانیستل شوې

د هرات د کانونو او صنایعو خونې وايي تېر کال شاوخوا ۱۵۰ کارخونې په ګمرکونو کې د فساد او د ورته تولیدي توکو د واردېدو له امله تړل شوې دي

شریک یي کړئ