Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د لاسي صنایعو د بازار پر نشتوالي د ښځینه سوداګرو نیوکې

ځينې ښځینه سوداګرې د خپلو لاسي صنایعو د پلور لپاره د بازار له نشتوالي شکایت لري.

دوی وايي چې د کار د نشتوالي له امله، اوس له ګڼو اقتصادي ننګونو سره مخ دي.

وحیده له څلورو کلونو راهیسې د لاسي صنایعو په برخه کې کار کوي. هغه د خپلې اوه کسیزې کورنۍ یوازینۍ نفقه پيدا کوونکې ده.

هغه وايي د لاسي صنایعو د پلور لپاره د بازار د نشتوالي له امله له اقتصادي ستونزو سره مخ ده.
           
وحیده سلطاني طلوع نیوز ته وايي:«دوه کاله کېږي چې زموږ کارونه بیخي په ټپه درېدلي دي زموږ کار او دنده دومره ښه نه ده، بله دا چې په کور کې مو شاګردان هم کم کړي، او ۱۵ شاګردانو اوس دوه شاګردان لرو.»

بل خوا، یو شمېر صنعتکاران له اسلامي امارته غواړي چې د لاسي صنایعو د پلور لپاره یې زمینه برابره کړي.
              
سوداګره نرګس په دې هکله څرګنده کړه:«له اسلامي امارته زموږ غوښتنه دا ده چې خلکو ته د کار اجازه ورکړي ډېر ښځو ته، ځکه ښځې تر ډېره د کور ګټیالۍ دي.»

د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي، چې د کورني او بهرني بازار د نشتوالي له امله لاسي صنایع له ځوړ سره مخ دي او که اسلامي امارت د دې برخې ملاتړ وکړي، سلګونه کسانو ته به د کار زمینه برابره شي.
 
د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې د مدیره پلاوي غړې ډاکټره ممتاز یوسفزۍ وايي:«که چېرې د دوی خصوصي سکټور مرسته کړې وای، هرې کمپنۍ او هر شرکت کولای شوای چې له ۱۰۰ تنو ډېر کسان د کار څېښتن کړي.»

بل خوا د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند وایي، چې سرپرست حکومت د ښځینه صنعتکارانو د ملاتړ لپاره پلانونه په پام کې لري.
            
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد وویل:«له ښځو چې د لاسي صنایعو په برخه کې بوختې دي هر اړخیز ملاتړ لرو په کور دننه او بهر کې د هغوی د لاسي صنایعو د پلور لپاره د بازار موندنې زمینه برابر وو.»

د ښځو د سوداګرۍ او صنایغو خونې شمېرې ښيي، چې اوسمهال څلور زره ښځې د سوداګریز فعالیت رسمي جوازونه لري.                   

یو شمېر صنعتکاران له اسلامي امارته غواړي چې د لاسي صنایعو د پلور لپاره یې زمینه برابره کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه