د کابل ښار د بوټونو د جوړوونکو ټولنې د معلوماتو له مخې، له دوو کلونو په کمه موده کې په هېواد کې د بوټونو د جوړولو نږدې ۳۰۰ کارخونې تړل شوې دي.
یاده ټولنه د دې وضعیت لامل په هېواد کې اقتصادي ستونزې، په ځانګړې توګه د بوټونو د جوړولو صنعت ته د حکومت نه پاملرنه ګڼي.
د کابل د بوټجوړوونکي د ټولنې رییس محمد اصف جامي وايي: «له بده مرغه بازار زښت ډېر کمزوری دی، له پاکستان او چین څخه ښه ډېر واردېږي او کیفیت یې ډېر ټیټ دی چې د هغوی پر وړاندې موږ سیالۍ نهشو کولای.»
ورته مهال، یو شمېر بوټجوړونکي وايي، سره له دې چې با کیفیته وطني بوټان جوړوي، خو د کورنیو تولیداتو د پلور لپار مناسب بازار نهشته.
دوی په هېواد کې د اوومه توکو کموالی په هېواد کې د بوټانو د جوړولو د بازار د ځوړ لامل بولي.
بوټ جوړوونکی شجاعالدین وايي: «زموږ ستونزه دا ده چې زموږ اوومه توکي له بهره راځي، که په هېواد کې دننه تولید شي، هم ورسره موږ راحته کېږو او هم یې موږ او پېرودونکو ته بیې راټیټېږي.»
بوټ جوړوونکی عبدالسمیع زیاتوي: «کارخونې باید دلته پر کار شي، څو خلکو ته د کار زمینه برابره کړي او اوومه توکي هم دلته تولید شي، څو موږ وده وکړو.»
بل پلو، د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند وایي، دغه وزارت د هېواد د صنایعو ملاتړ ته ژمن دی.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد زیاتوي: « د بوټانو او په ټوله کې د صنایعو په اړه باید ووایم چې د بازار موندنې لپاره یې باید د کیفیت لوړولو ته پاملرنه وشي، که د اوومه توکو د واردولو په برخه کې له ستونزو سره مخامخېږي، باید له صنعت او سوداګرۍ وزارت سره په اړیکه کې شي.»
اوسمهال په هېواد کې د بوټانو د جوړوولو درې سوه فابرېکې فعالیت لري. د بوټجوړوونکو د ټولنې د معلوماتو له مخې، اوسمهال افغانستان په کابل کې د شل مېلیونه بوټانو د جوړولو ظرفیت لري، خو تر اوسه تر څلور مېلیونو بوټان تولیدوي.
په دې اړه مو اندونه