Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له افغانستانه د پانګو د تېښتې په هکله اندېښنې

د افغانستان د خونو فدارسیونو وایي، له هېواده د پانګې د وتلو په هکله اندېښنه لري. دغه فدراسیون وایي، تېر یو کال کې یوه برخه پانګوالو خپلې پانګې، ترکیې، متحده عربي اماراتو او ان ازبکستان ته وړې دي.

د خونو د فدارسیون مرستیال سخي احمد وایي، ناامني، د پانګونې د امکاناتو نشتوالی او د هېواد نامعلوم سیاست د دې لامل شوی چې پانګوال له هېواده پانګې وباسي.

هغه زیاتوي:«ډېرې پانګې ترکیې، عربي اماراتو او ازبیکستان ته تېښته کړې؛ ځکه چې پانګه وال پوهېږي چې د کار لپاره وضعیت برابر نه دی.»

څلور کاله مخکې د کابل په څرخي پله صنعتي پارکونو کې د «کاروان فولاد» په نامه د اوسپنې ویلې کولو یوې کارخونې د څه باندې ۲۰ مېلیونه ډالرو په پانګونې سره په کار پیل وکړ.
 
د دغې کارخونې د مسوولینو په وینا، په هغه وخت کې یې څه باندې ۱۰۰ کارکوونکي او کارګر درلودل؛ خو له یوه کال راهیسې دغه کارخونه له ځوړ سره مخ شوې ده.

د دغې کارخونې یو له کارکوونکو عزیز الله وویل:«موږ ډېرې ستونزې لرو او تراوسه مو زغملې دي؛ ځکه برېښنا نه لرو داغمه اوسپنې قیمته دي او ستونزې هم زیاتې، په دغې کارخونه کې اوس حتا دوه تنه هم کار نه شي کولای.»

د دغې کارخونې مسوولین وايي، د ډېرو ستونزو له امله اوس یوازې خپلې شپې او ورځې تېروي او نه غواړي په اوسنیو شرایطو کې خپل کاروبار پراخ کړي.

بلخوا د صنعت او سوداګرۍ وزارت لا هم په هېواد کې د پانګونې ډېرېدو ته هیله من دی.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند فواد احمدي څرګنده کړه:«هیله لرو چې د سولې بهیر کې له پرمختګ سره پانګه ونې هم زیاتې شي. موږ همدا اوس له ځينو پانګه والو سره په اړیکه کې یوو چې هغوی په افغانستان کې کار کولو ته وهڅوو.»

یو شمېر صنایع لرونکي وايي، له څه باندې دوو کلونو راهیسې د ولسمشرۍ په تاکنو کې له ناندریو نیولې بیا د کورونا وبا او بالاخره اوسنۍ سیاسي ناندرۍ ټولې هغه ننګونې دي چې، په هېواد کې د پانګونې پر وړاندې یې لوی خنډونه جوړ کړي دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت لا هم په هېواد کې د پانګونې ډېرېدو ته هیله من دی.

شریک یي کړئ