د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د کانونو ساتنه او د کوچنیو کانونو د ایستلو او لېږد په بهیر کې روڼتیا د دې وزارت له لومړیتوبونو څخه دي او زیاتوي، د کانونو په برخه کې پخواني تړونونه د شخصي ګټو پر بنسټ شوي دي.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وايي، د لوګر ولایت د مس عینک کان د کار پرمختګ د قناعت وړ نهدی او چینایي قراردادي شرکت کولای شي چې له تېر حکومت سره د شوي تړون له مخې خپل کار ته دوام ورکړي.
د کانونو وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور وویل: «موږ چینایانو ته وایو چې هر څومره ژر چې وي دوی دې راشي او هر ډول تړون چې له پخواني رژیم سره لاسلیک شوی، د هماغه تړون په شرایطو به عمل وکړي.»
ښاغلي دلاور زیاته کړه چې تېر حکومت د کانونو د استخراج ډېری تړونونه په بهر کې د شخصي ګټو پر بنسټ له شرکتونو سره لاسلیک کړي وو.
ښاغلي دلاور وویل: «ټول هغه تړونونه چې په تېرو وختونو کې شوي، په دوبۍ کې د شخصي ګټو پر بنسټ شوي دي."
بلخوا د افغانستان د صنایعو او کانونو خونه وايي، سږ کال د کانونو صادرات ډېر شوي دي.
د افغانستان د صنایعو او کانونو د خونې مشر شیرباز کمین زاده وویل: «موږ په ورځ کې یوازې لس زره ټنه د ډبرو سکاره او زرګونه ټنه تالک صادروو.»
دا په داسې حال کې ده چې چینايي شرکتونو له کلونو راهیسې د لوګر د مس عینک او د امو سیند د نفتو قراردادونه اخیستي، خو تر اوسه یې د دوو لویو کانونو د ایستلو چارې نهدي پیل کړي.
په دې اړه مو اندونه