Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د چین-پاکستان په اقتصادي دهلیز کې د افغانستان د یوځای کېدو احتمال

چین او پاکستان پلان لري چې افغانستان په سي پېک «چین – پاکستان اقتصادي دهلیز» کې شامل کړي.

پاکستاني رسنیو ویلي، د پاکستان لومړي وزیر عمران خان بېجېنګ ته د خپل درې ورځني سفر پر مهال له چینايي چارواکو سره پر دې موضوع خبرې کړې دي.

په همدې حال کې یو شمېر سوداګر وايي، په دې پروژه کې د افغانستان شاملېدل به د هېواد د اقتصاد او سوداګرۍ پر وده مثبته اغېزه وکړي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، که افغانستان په سي پېک دهلېز کې شامل شي، اقتصاد به یې ښه شي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر محمد یونس مومند وویل: «زه فکر کوم چې افغانستان کولای شي د خپلو اقتصادي ګټو په ساتلو سره په هره پروژه کې چې د افغانستان او سیمې په ګټه وي، برخه واخلي، دا د افغانستان په ګټه ده.»

ورته مهال د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د چین له ولسمشر شي جېن پېنګ سره له لېدنې وروسته په ګډه اعلامیه کې ویلي، د دواړو هېوادونو چارواکو د سیمې د نښلو لو لپاره د سي پېک د مرکزي ستنې په توګه د ګوادر بندر پر اهمیت ټینګار کړی دی.

په همدې اړه د اقتصادي چارو کارپوه عبدالنصیر رښتیا، طلوع نیوز ته وویل: «د دې پروژې له ګټو څخه یوه دا ده چې افغانستان د پانګه‌ونې راجلبولو لور ته بیايي. د دې تر څنګ به په سیمه کې د افغانستان باور کچه لوړه شي او د لا ډېرو پانګه‌ونو د  راجلبېدو شاهدان به واوسو.»

یو شمېر اقتصادي کارپوهان وايي چې د ګوادر بندر په کارولو سره به له چین سره د دې هېواد سوداګرۍ ډېره شي.

سوداګر زلمي عظیمي په دې اړه وویل: «د پاکستان او چین تر منځ د سي پېک پروژه ډېره مهمه ده. که افغانستان په رښتیا هم په دې پروژه کې برخه واخلي، د افغانستان لپاره به ډېر ګټوره وي.»

چین د سي پېک «چین – پاکستان د اقتصادي دهلیز» په پروژه کې تر ۴۰ مېلیارډ ډالرو ډېره پانګه‌ونه کړې او غواړي د سیمې له هېوادونو سره خپله سوداګرۍ کچه لوړه کړي.

پاکستاني رسنیو ویلي، عمران خان بېجېنګ ته د خپل درې ورځني سفر پر مهال له چینايي چارواکو سره پر دې موضوع خبرې کړې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه