Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په فراه کې بزګران د هندواڼو حاصلاتو ډېرېدو ته خوښ دي

د فراه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست او ګڼ شمېر بزګران وايي، سږ کال په‌دې ولایت کې د هنداڼو حاصلات ډېر شوي دي.

د دې ریاست مسوولان زیاتوي، سږ کال به په‌دې ولایت کې څه د پاسه پنځه مېلیونه ټنه هندواڼې له څه د پاسه پنځلس زره هکټاره ځمکې تر لاسه شي.

دوی زیاتوي، د هندواڼو زیات شمېر حاصلات د دې ولایت له پشت کوه او پشت رود ولسوالیو څخه تر لاسه شوي.

د فراه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنې چارو ارم عبدالغني عباد وايي: «پر شاوخوا ۱۵۲۶۸ هکټاره ځمکې هنداوڼې کړل شوي او تمه ده چې له پنځه مېلیونه ټنو ډېر حاصل ورکړي.»

کروندګر وايي، که څه هم د دوی کرنیز حاصلات په لوړه بیه پلورل کېږي، خو په بازارونو کې کیمیاوي سره زیاته شوې او کروندګر یې د پېرلو وس نه‌لري.

کروندګر سید ګل وايي: «موږ ډېر خوښ یوو چې له موږ سره مرسته وشي، له خلکو او دې بې‌وزله ملت ته ډېرې اسانتیاوې برابرې شي.»

یو بل کروندګر محمد سرور وايي: «له موږ سره دې همکاري وشي او ارازني دې شي. کله چې زموږ د د حاصل وخت شي، مرزونه دې بند شي او له بهره دې هېواد ته نور څه نه راپرېښودل کېږي.»

تېر کال یوه کیلو هندواڼه له دوه تر درې افغانۍ پلورل کېده، خو سږ کال یو کیلو هندواڼه تر لسو افغانیو پلورل کېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه