Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان د بانکي ستونزو د حل لپاره د امریکا د ځانګړي استازي ژمنه

په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان د سوداګرو شورا وايي چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ ژمنه کړې ده چې واشنګټن به د افغانستان بانکي ستونزې حل کړي.

د افغانستان د سوداګرو شورا رییس وايي چې دم کړۍ سوداګر او پانګوال د بانک له لارې د پیسو په راکړه ورکړه کې له ستونزو سره مخ دي.

هغه زیاتوي په دې کتنه کې ټوماس وېسټ ژمنه کړې چې، په افغانستان کې به بانکي ستونزې حل کړي او په وینا یې اوس سوداګر کولی شي له کومې ستونزې پرته افغانستان ته خوراکي توکي، درمل او نفتي مواد ولېږي او د هغه د لېږدولو په برخه کې څه بندیز نشته.

متحده عربي اماراتو کې د افغان سوداګرو د شورا رییس عبیدالله صدرخېل وویل:«هغه په روښانه ژمنه وکړه، چې موږ هغه سوداګر چې د خوراکي توکو، سونګ توکو، او درملو په برخه کې کار کوي، پر هغوی بندیز نشته او تاسې خپل کار کولای شئ او مرسته کوو چې بانکي ستونزه هم حل کړو.»

له دې سره سم، د افغانستان بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا له نړۍوالې ټولنې غوښتي چې، پر افغانستان لګول شوي بندیزونه لرې کړي.

د دغه وزارت ویاند رویټرز خبري آژانس ته ویلي چې، نړۍواله ټولنه باید د افغانستان بانک شمتنۍ ازادې کړي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وویل:«اسلامي امارت له نړۍ غواړي چې، تر ټولو بنسټیز حق چې، د ژوند حق دی، افغانانو ته ورکړي او دا د بندیزونو د لغوه کولو او د شتمنیو د ازادېدو له لارې شونی دی.»

د افغانستان د بانکونو د ټولنې پخوانی مشر وايي، د افغانستان د کنګل شویو پیسو آزادېدل د امریکا او طالبانو تر منځ د دوحې هوکړې عملي کېدو پورې تړلی دی.

د افغانستان د بانکونو پخوانی رییس سیرقریشي وايي:«د ټول ګډونه حکومت جوړېدل، د ښځو د حقونو مراعات، د امریکا او متحدانو په وړاندې د افغانستان د جغرافیې د نه استفاده کېدو په هکله د اسلامي امارت هڅې روانې دي، چې دا پيچلتیا او غوټه یې لا وازه کړې نه ده.»

واک ته د اسلامي امارت له بیا رسېدو وروسته، د افغانستان نږدې لس مېلیارد ډالره د امریکا او اروپا په بانکونو کې کنګل شوې او اسلامي امارت په پرلپسې توګه د دغو شتمنیو د ازادېدو غوښتنه کړې؛ خو لا تر اوسه یې کومه پایله نه ده ورکړې.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه