Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له ایرانه افغانستان ته د اړتیا وړ تېلو د ټرانزیټ موده وغځول شوه

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي، ایران به تر راتلونکو څلورو میاشتو پورې له خپلې خاورې د افغانستان د اړتیا وړ تېلو د لېږد اجازه ورکړي.

د دې وزارت د مسوولانو په وینا، د افغانستان د اړتیا وړ نفتي مواد به له ایران، سعودي عربستان، متحده عربي امارات، ترکمنستان او روسیې راوارد شي.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد وا وايي: «د افغانستان د چارو لپاره د ایران اسلامي جمهوري دولت استازي محترم حسن کاظمي سره د وزارت د مشرتابه د خبرو پر اساس، د ایران اسلامي جمهوري دولت له خپلې خاورې د تېلو د لېږد موده څلور میاشتې وغځوله.»

ورته مهال د سوداګرۍ او پانګونې خونه بیا پر دې باور ده چې له نورو هېوادونو د نفتي موادو د وارداتو په کچه کې له ډېروالي سره سم به په هېواد کې د دغو موادو بیې هم راولوېږي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست  محمد یونس مومند وايي: «لکه څرنګه چې تاسو ته مالومه ده، افغانستان د خپلې اړتیا تېلو ټرانیزیټ له درېیم هېواده د ایران له لارې کوي، موږ د دې لپاره د ایران له لارې د افغانستان د اړتیا وړ سون توکي د ایران له لارې راواردوو چې د بیو له کنټرول سره مرسته کوي.»

له بل لوري په کابل کې یو شمېر موټر چلوونکي وايي، له یوه کال راهیسې د تیلو د بیو په لوړېدو سره له ستونزو سره مخ  دي.

یو موټر چلونکی محرم علي وايي: «ګراني ده او کار و بار نه‌شته، څه چې کار کووي، د تېلو پیسې نه وځي، ځکه تېل ګران دي.»

په کابل ښار کې یو بل موټر چلوونکی ذبیح‌الله وايي: «اوس هم تېل په پخوايۍ بیه ۸۴ افغانۍ دي، بې‌روزګارۍ هم وروستۍ کچې ته رسېدلې ده او کار نه‌شته.»

تر دې مخکې د صنعت او سوداګرۍ وزارت له روسیې د نفتي موادو د پېرلو لپاره یوه هوکړه لاسلیک کړې او له مخې به یې ۲ میلیونه ټُنه پټرول او ډیزل هېواد ته راولېږدول شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه