Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کرنیزو محصولاتو له کمالي د کروندګرو اندېښنې

یو شمېر کروندګر په تېر کال کې د خپلو کرنیزو محصولاتو له کموالي شکایت کوي.

دوی وایي، د وچکالۍ، کیمیاوي سرې د بیې د لوړوالي او اصلاح شویو تخمونو د نشتون له امله یې تیر ته په پرتله د حاصلاتو کچه کمه شوې او له اسلامي امارت او مرسته رسوونکو بنسټونو غواړي چې لازمې مرستې ورسره وکړي.

رحمت ګل چې له نږدې اتلسو کلونو راهیسې پر کرنیزو چارو بوخت دی؛ په روان کال کې د خپلو حاصلاتو احتمالي کمښت ته اندېښن دی او وايي، په تېر کال کې د اوبو د کمښت له امله یې کرنیز حاصلات کم شوي وو.

رحمت‌ګل طلوع‌نیوز ته وايي: «زمو حاصلات کم دي، زموږ ستونزه د اوبو کموالی دی، له حده ډېرې کمې دي. کارېز کې هم اوبه نه‌شته، مخکې ښه و، کرکېله مو کوله، پیاز، کدو او نور څه به مو چې موږ ته به یې ګټه کوله، کرل به مو، خو اوس هېڅ نه‌شته.»

له دې سره سم، یو شمېر کروندګر د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ له وزارته غواړي چې سږکال ورته اصلاح شوي تخمونه او سره برابره کړي.

کروندګر اکبر وايي: «اصلاح شویو تخمونو او کوډ ته ډېره اړتیا لرو. هر څومره چې موږ ته ارازنه تمام شي، په همغه کچه زموږ حاصلات ډېر وي.»

ورته مهال د اقتصاد وزارت وایي، په هېواد کې د اقتصادي پراختیا لپاره اړتیا ده څو د کرنې په برخه کې لا ډیره پانګونه وشي.

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري وايي: «کرنه د افغانستان په اقتصادي وده کې مهم رول لري او زموږ هڅه دا ده چې زموږ کرنه له نوي عصري علم سره برابره شي، څو د افغانستان اقتصادي ودې او ځان بسیاینې ته زمینه برابره شي.»

د بزګر جشن او د کرنیزو محصولاتو نندارتون د تېر کال د کب له ۲۴مې تر ۲۷مې د کابل په بادام باغ سیمه کې جوړ شوی وو او په‌کې د ۳۴ ولایتونو بزګرانو ګډون درلود.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه