د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د دې خونې يوه پلاوي د چین په ۱۲مه سوداګریزه غونډه کې ګډون کړی دی.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست به پهدې درې ورځنۍ غونډه کې د افغانستان د کانونو، کرنې او انرژۍ په برخو کې د پانګونې په تړاو خبرې وکړي.
پهدې غونډه کې د افغانستان په ګډون د څه باندې شلو هېوادونو استازي ګډون کړی.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خانجان الکوزی وايي: «افغانستان پهدې ناسته کې د شته فرصتونو په اړه چې د کانونو، پانګونې، انرژي، کرنې، ټرانزیټي امکاناتو چې سویلي اسیا له مرکزي اسیا سره نښلوي، خبرې وکړي.»
ویل شوي، پهدې غونډه کې، په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې د پانګونې د فرصتونو په اړه خبرې شوې دي.
د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي په اوسنیو شرایطو کې د هېوادوالو لپاره د کارموندنې په برخو کې په هېواد کې پانګونې ګټورې ګڼې.
د اقتصادي چارو کارپوه عبدالبصیر ترهکی وايي: «له اوسني بحران سره چې لاس او ګرېوان یوو، له بده مرغه یوازې شل سلنه افغانانو ته د کار زمینه برابره ده او نږدې اتیا سلنه افغانان بېروزګاره دي. له دې بحران څخه د ژغورلو لپاره باید زموږ تمرکز پر صنعت او کرنې وي.»
ورته مهال، د افغانستان د کانونو او صنایعو خونه وايي، چین د افغانستان له مهمو سوداګریزو شریکانو دی او د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ په برخو کې د اسانتیاو برابرېدل مهم ګڼي.
د کانونو او صنایعو خونې مرستیال سخي پیمان وايي: «که د دوو هېوادونو تر منځ اسانتیاوې رامنځته شي، موږ کولای شو د افغانستان پانګونې برخه د چین له وړتیاوو ګټه پورته کړو او همداراز هغه کانونه چې چین ورته اړتیا لري، خپل صادرات ورته ډېر کړو، دا هم د افغانستان او هم د چینايي شرکتونو په ګټه دی.»
تر دې مخکې، د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي وو، چین او افغانستان د سوداګریزې راکړې ورکړې د زیاتېدو په مخه غواړي چې د واخان دهلیز له لارې له یو بل سره ونښلول شي.
په دې اړه مو اندونه