په کابل کې یو شمېر سوداګرې او متشبثې ښځې د خپلو لاسي صنایعو او نورو تولیداتو لپاره د بازار له نهشتوالي اندېښنه څرګندوي.
دوی له سرپرست حکومته غواړي چې د متشبثو ښځو د محصولاتو لپاره د بازار جوړولو په برخه کې مرسته وکړي.
لینا نوابي چې له دوو کلونو راهیسې د کابل په یوې برخه کې د خیاطۍ د کا ځای مسووله ده، وایي، کار و بار یې د بازار د نهشتوالي له امله سوړ شوی.
متشبثه لینا نوري وايي: «له ښځو دې ملاتړ وکړي او د کار زمینه دې ورته برابره کړي، فابریکې او نندارتونونه دې ورته جوړ کړي، څو له ښځو ډېر ملاتړ وشي.»
متشبثه عاقله حقدوست وايي: «د ښځو د اقتصاد او سوداګرۍ ودې لپاره دې لا ډېره همکاري وشي او تر ټولو مهمه دا چې اقتصاد برخې ته دې پاملرنه وشي چې له بېروزګارۍ خلاص شو.»
بلخوا، د اسلامي امارت ویاند ډاډ ورکوي چې سرپرست حکومت د سوداګرۍ په برخه کې د ښځو د فعالیت د زیاتېدو لپاره له هغوی ملاتړ کوي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي: «د افغانستان اسلامي امارت ښځو ته هم حق ورکړی دی، څو هغوی په سوداګرۍ او کورنیو نندارتونونو کې ګډون ولري.»
د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې د عامل پلاوي رییسه سلما یوسفزۍ وايي: «موږ چې د ښځو لپاره کوم اته زره جوازونه اعلان کړي پهدې، دا یوازې د سوداګرۍ وزارت نهدي، دغه جوازونه په بېلابېلو برخو کې دي.»
بلخوا، د اقتصادي چارو ځيني شنونکي د سوداګرۍ په برخه کې د ښځو حضور د هېواد د اقتصادي ودې لپاره ګټور ګڼي.
د اقتصادي چارو شنونکی نصیر احمد رښتیا وايي: «دا چې ښځې وکولای شي په بېلابېلو برخو، په تېره اقتصاد برخه کې شتون ولري، له شک پرته کولای شي د کورنیو په اقتصاد کې بدلون رامنځته شي.»
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او پانګونې خونې په هېواد کې د متشبثو ښځو د محصولاتو د یوه دایمي بازار د جوړېدو لپاره د هڅو خبر ورکړی دی.