Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

خان‌جان الکوزی: موټر چلوونکو ته دې د ویزې پر ځای اجازه لیکونه صادر شي

د افغانستان- پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه وایي چې د بار وړونکو موټرو د چلوونکو د ستونزو د حل لپاره باید موټر چلوونکو ته د وېزې پر ځای اجازه لیکونه ورکړل شي.

 د دې خونې رییس خان‌جان الکوزی وایي چې له پاکستان سره د راکړو ورکړو د زیاتېدو او د ستونزو د حل لپاره اړتیا ده چې یو میکانیزم جوړ شي.

ښاغلی الکوزی زیاتوي که‌چېرې له پاکستان سره ستونزې حل نه‌شي، سوداګر به یو ځل بیا له مالي زیانونو سره مخ شي.

د افغانستان لپاره د افغاستان پاکستان د ګډې خونې رییس خان‌جان الکوزی په دې هکله وايي:«د همدې میاشتې تر ۳۱مې نېټې د پاکستان ټاکنې خلاصېږي دغه موټر دې ازاد کړي، نو خدای مه‌کړه بند نه‌شي او له همدې امله اسلامي امارت، د ټرانسپورټ او سوداګرۍ وزارتونه دغه ستونزه مخکې له مخکې حل کړي چې بیا دروازه ونه‌تړل شي او موږ له ستونزو سره مخ نه‌شو.»

د افغانستان - پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې رییس ضیاءالحق سرحدي څرګندوي:«زموږ سرحد د لسو ورځو لپاره تړل شوی و، په هغې ګڼې ستونزې رامنځته شوې.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونه هم وايي، چې د افغانستان تر ټولو ډېره سوداګریزه راکړه ورکړه له پاکستان سره ده او اړیتا ده چې په دې برخه کې نورې اسانیتاوې برابرې شي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړی مرستیال محمد یونس مومند طلوع‌نیوز ته وايي:«موږ د پاکستان د سوداګرۍ او ټرانزیټ لپاره ټولنې اسانتیاوې برابرې کړې دي، بلکې په مقابل کې له پاکستانه هم غواړو چې د پاکستان محترم حکومت دې هم د سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي.»

بل پلو ځینې سوداګر وايي د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان د سوداګرۍ د پراختیا لپاره اړتیا ده، چې له نورو هېوادونو سره هم سوداګري زیاته شي.

سوداګر زلمي عظيمي طلوع‌نیوز ته څرګندوي:«د سوداګرۍ او صنعت له وزارته هیله لرو چې له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي، چې په راتلوونکي کې ستونزې رامنځته نه‌کړي. هوايي دهیلزونه فعال شي او له ګاونډي هېواد سره سوداګري پراختیا ومومي او د بدیلې لارې لپاره هم زمینه برابره کړل شي.»

تر دې وړاندې د تورخم لاره لس ورځې د تګ راتګ پر مخ تړل شوې وه، چې له امله یې افغان سوداګرو په ورځ کې تر ۱۰۰زره ډالرو پورې زیان اوښتی و.
 
د افغانستان لپاره د افغاستان پاکستان د ګډې خونې رییس خان‌جان الکوزی وایي چې له پاکستان سره د راکړو ورکړو د زیاتېدو او د ستونزو د حل لپاره اړتیا ده چې یو میکانیزم جوړ شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه