Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

عشق‌اباد کې د ا.ا سفارت: روسي سوداګر افغانستان کې پانګونې ته لیواله دي

په ترکمنستان کې د روسیې د سوداګرۍ رییس په عشق آباد کې د اسلامي امارت د سفارت له سرپرست سره په لیدنه کې د روسیې او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو، اقتصادي، ټرانسپورټي او پانګونې د همکاریو په اړه خبرې وکړې.

په عشق اباد کې د اسلامي امارت سفارت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې په دغه کتنه کې، د روسیې فدراسیون د سوداګریزې استازولۍ رییس، الکساندر اېلېزاروف ویلي چې ګڼ روسي شرکتونه چمتو او لیواله دي چې له افغانستان سره راکړه ورکړه ولري او په پراختیايي پروژو کې پانګونې هم وکړي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد طلوع نیوز ته و ویل: « د روسیې سوداګر هم افغانستان ته راغلي دي او پانګونې ته لیواله دي، اسلامي امارت ورته اسانتیاوې برابروي او موږ یې هرکلی کوو. موږ دوی ته اسان شرایطو برابروو او ډاډ ورکوو چې دلته پانګونه کولی شي.»

اخوا، د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي هم د اقتصاد وزارت له سرپرست سره په کتنه کې د اقتصادي اړیکو او بشري همکاریو پر دوام او د پراختیايي پروژو د ودې په تړاو خبرې کړې دي.

د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب و ویل: « د اقتصاد وزارت سرپرست وزیر د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې له ځانګړي استازي سره لیدلي او هغه سره یې پر اقتصادي همکاریو، د بشري مرستو دوام او د پراختیایي پروژو پر پلي کولو خبرې کړي دي.»

د صنعت او سوداګرۍ وزارت بیا وايي، د روان لمریز کال په لومړیو لسو میاشتو کې د افغانستان او روسیې فدراسیون ترمنځ د ۳۱۹ میلیون ډالرو په ارزښت سوداګریزه راکړه ورکړه شوې ده.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد و ویل: « روسیې ته زموږ ډېره برخه صادرات ممیز، جوس، انګور او د تالک تېږه ده. افغانستان ته بیا د روسیې په صادراتو کې تېل، طبیعي ګاز، غوړي او د فابریکو خام مواد دي.»

د اقتصادي چارو ځيني شنونکي بیا پر دې باور دي چې له نړۍ سره د افغانستان د اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره اړتیا ده چې نړۍ له اسلامي امارت سره تعامل وکړي.

اقتصاد پوه سید مسعود و ویل: « روسیه چې د نړۍ یو زبرځواک هېواد دی پر افغانستان د نورو ترڅنګ منفي اغیز هم کولی شي او که له موږ سره اقتصادي او سوداګریز فعالیتونه کوي ‎په دې مانا ده  چې موږ خپلې سوداګریزې اړتیاوې تر یو بریده رفع کولی شو.»

د صنعت او سوداګرۍ وزارت له لوري د ورکړ شویو مالوماتو لمخې، د تېر یوه کال په ترڅ کې د افغانستان او منځنۍ اسیا هېوادونو ترمنځ د نږدې یو نیم میلیارد ډالرو په ارزښت راکړه ورکړه شوې چې د افغانستان د صادراتو کچه پکې ډيره کمه ده.

د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي هم د اقتصاد وزارت له سرپرست سره په کتنه کې د اقتصادي اړیکو او بشري همکاریو پر دوام او د پراختیايي پروژو د ودې په تړاو خبرې کړې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه