Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل سره د اړیکو پر پراختیا او ګډو همکاریو د مسکو او لندن ټینګار

د روسیې سفیر د رییس الوزرا له سیاسي مرستیال سره په کتنه کې د کابل او مسکو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا ټينګار کړی دی.

ارګ د دیمیتري ژیرنوف له قوله لیکلي، روسیه د نړۍوالې ټولنې له لوري د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ ته په اشارې سره د دغو محدودیتونو د لغوه کېدو غوښتنه کوي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت طلوع نیوز ته و ویل: « ښاغلي ژیرینوف د افغانستان کنګل شویو شتمنیو ته په اشارې و ویل چې له نړۍ څخه د روسیې حکومت غوښتنه دا ده چې پر افغانستان یو اړخیز محدودیتونه له شرط پرته لرې کړي.»

اخوا، د برېټانیا چارسمبالي هم د رییس الوزرا له سیاسي مرستیال، مولوي عبدالکبیر او د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي معین سره په جلا کتنو کې ویلي، لندن غواړي چې له کابل سره ګډه همکاري ولري.

د ارګ له لوري د خپرې شوې خبرپاڼې پر بنسټ، د افغانستان لپاره د برېټانیا چارسمبالي ویلي، د دوحې په غونډه کې د اسلامي امارت نه ګډون د هغوی د تمې خلاف و او د افغانستان د بیارغونې او له نړۍوالې ټولنې سره د دغه هېواد د یوځایېدو لپاره یې دا ډول غونډې مهمې وبللې او له اسلامي امارت یې و غوښتل چې په راتلونکي کې دغه ډول غونډو کې ګډون وکړي.

د سیاسي چارو شنونکي عبدالصادق حمیدزوی و ویل: «... په نړۍ کې یا د هیجیمونیک پاور له امله یا د سیمه ییز ځواک له امله نو که دغه اړیکې ښې پر مخ لاړې شي نو هغه وخت بې تاثیره کولی شي.»

د نړۍوالو چارو شنونکي عزیز معارج په دې اړه و ویل: « د اسلامي امارت لپاره هم ښه فرصت دی چې دا ډول تهدیدي او بېلانس سیاستونه جوړ کړي او ګټه ترې واخلي خو دا مسایل د رسمیت په مانا نه دی ځکه طالبان باید د نړۍ موازینو سره ځان عیار کړي.»

برېټانیا او روسیه داسې مهال له نړۍ سره د افغانستان د اړیکو د پراخېدو خبره کوي چې تر دې مخکې د دواړو هېوادونو چارواکو د هغه څه له امله چې د ترهګرو سازمانونو فعالیت، د بشري حقونو په ځانګړې توګه د نجونو او ښځو حقونو نقض یې بولي، اندېښنې څرګندې کړې وې.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه